شاته

چارواکي: کرونا ویروس د کاګرو ماشومانو ژوند او روغتیايي وضعیت اغېزمن کړی

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارګرو ماشومانو ته د کرونا ویروس د متوجه ګواښ له امله اندېښمن دی.

په دغه وزارت کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې رئیس نجیب الله اخلاقي وايي، په کابل کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه ښيي، چې کرونا ویروس څخه د کارګرو ماشومانو اغېزمن کېدل دوه برابره زیات شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د نورو تر څنګ د ماشومانو په ځانګړي ډول د کارګرانو ماشومانو ژوند او روغتیا ته هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، که څه هم په کويډ ۱۹ ناروغۍ د اخته ماشومانو په اړه کره شمېرې په لاس کې نه لري، خو په کابل کې د کارګرو ماشومانو له وضعیته څېړنې ښيي، چې د دوی د زیانمنېدو په کچه کې دوه چنده زیاتوالی راغلی دی.

په دغه وزارت کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې رئیس نجیب الله اخلاقي ، د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د شمېرو او ارقامو دسته بندي یوه جدي مسئله ده، ډېره سخته ده چې په دې لنډ وخت کې دې په شمېرو کې زیاتوالی راشي او له مخې د کارګرو ماشومانو جمعیت دسته بندي کړو، خو په یوه نمونه یي دسته بندي کې دې هوکړې ته رسېدلي یو، چې د کارګرو ماشومانو زیانمنېدو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی."

ښاغلي اخلاقي وايي، دغه وزارت د ماشومانو د ستونزو د هواری او له درنو(شاقه) کارونو نه د دوی د راګرځېدو په هدف یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري، چې ژر به عملي شي.

کابل کې د کارګر ماشومانو انځور
کابل کې د کارګر ماشومانو انځور

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چارواکو په خبره، په هېواد کې له دوو میلیونو زیات ماشومان په کارونو بوخت دي، چې له دې شمېر یو میلیون او دوه سوه زره یې درانه کارونه کوي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) وایي، چې د قرنطین او کورنیو د بې کاری له امله ۷ میلیونه او اوو لکه افغان ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي.

د دغه دفتر ویاند فریدون ارین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هغه خطر او ناوړه وضعیت چې افغانستان ورسره مخ دی او همداشان کویډ ۱۹ ویروس ۱۴ میلیونه افغانان بشر دوستانه مرستو ته اړ کړي، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۷،۷ میلیونه یې ماشومان جوړه وي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویانده معصومه جعفري وايي: "د عامې روغتیا وزارت د څارنې ټیم د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس د پراخېدو له پیل راهیسې له ۹ کلني ښکته یو فیصده مثبتې پېښې ثبت شوي او یو ماشوم ورنه مړ شوی، له ۱۰ کلني نیولې بیا تر ۱۹ په سلو کې شپږ سلنه مثبت پېښې لرو او یو فیصد هم مړینه."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۷۹ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې ډول په ټول افغانستان کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره ۹۵۱ تنو ته ورسېد.

ویل کېږي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو بیا ۳۸ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۲۰۲ ورنه رغېدلي دي.