شاته

د سيمې کړکېچنې وضعې په اړه د پاکسنان د حکومتي او پوځي مشرانو غو‌‌‌‌‌‌نډه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ جګپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره د هېواد دننه او بهرني وضعیت په اړه سلا مشوری کړي دي.

د وزیر اعظم عمران خان دفتر لخوا خپور کړل شوي اعلامیه کې ویل شوي ، ښاغلي خان د داخلي او بهرنې امنیتي وضعیت جاج اخېستو دپاره د یوې اعلې کچې غونډی مشری کړی ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: ”غونډې ... فیصله وکړه چې د پاکستان حاکمیت به په هر قیمت خوندي ساتلی شي. دا هم فیصله وشوه چې پاکستان د خپلو ګاونډیو سره په سوله ییزه ډول په اوسیدو باور لري خو موږ د خپلو خلکو او خاوری د سالمیت د دفاع هوډ او توان لرو“.

دغه اعلامیه زیاتوي: ” غونډې په هند د ولقې لاندې کشمیر او جمو کې د هندي ځواکونو لخوا د بشري حقونو په دوامداره سرغړونې جدي اندیښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې دې موضوع ته پام وکړي“.

د هند ورځپاڼه دي هندو د هندوستان د خارجه چارو د وزارت د چارواکو له خولې ليکي چې نوي ‌‌‌‌‌‌ډلي د جمعې په ورځ بيا اسلام اباد ته احتجاج کړی چې پاکستاني ځواکونو د کشمير په سيمه کې د ‌‌‌‌‌‌ډزبندۍ خلاف ورزي کړې ده. وزارت دا هم ويلي چې پاکستان په روان کال کې د جون د مياشتې پورې د 2432 نه زيات ځله په اېل او سي د ‌‌‌‌‌‌ډزبندۍ خلاف ورزي کړې ده.

پاکستان وایي هند د روان کال د اپریل د دیرشمې نېټې پورې د ډزبندۍ 919 ځله سرغړونه کړې ده.

دغه غونډه او د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د خپل چینایي سیال وانګ یی سره په ټلیفون خبرې په يوه ورځ شوي دي.

ښاغلي قرېشي ويلي وو چې سیمه ییزه امنیتي وضعه په توندۍ سره "خرابیدونکی" ده. د بهرنیو چارو وزیر تور ولګولو چې " د هند جګړه ییز دریځ او د خپل اغیز زياتولو تګلارې" سره د سیمې امنیت په خطر کې اچول شوی دی.

د وزير اعظم په مشرۍ کې شوې غونډه کې د دفاع وزیر پرویز خټک ، د ګډو ځواکونو لوی درستيز جنرل ندیم رضا ، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ، د سمندري ځواکونو مشر ایډمرل ظفر محمود عباسي ، د هوایي ځواکونو مشرایر مارشل مجاهد انور خان ، د ایي ایس ایي مشر جنرل فیض حمید او د پوځ د نظامي عملیاتو مشر نعمان زکریا برخه اخېستی ده.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ترمخه دغه غونډې کې د برخه اخیستونکو نه دا اندازه کېږي چې که دا د ملي امنیتي کمیټۍ (نېشنل سیکورټی کمیټۍ) غونډه نه وه خو بيا هم د هغې په څیر يوه غون‌‌‌‌‌‌ډه وه. په دغه ناسته کې يواځې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي شامل نه وو. نوموړي په کویډ - 19 ناوغۍ باندې د اخته کېدو وروسته ځان د دوو هفتو دپاره ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې ته کړی دی.

په کشمير کې د هند او پاکستان پر يو بل تورونه:

د غونډې وروسته د خپریدونکې اعلامیې چې زیاته برخه یې د هند په اړه ده څخه دا خبره په ډاګه کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ لائن آف کنٹرول (ایل او سی) وضعیت سخت کړکېچن دی او د غونډې اصلي ایجنډا هم دا موضوع وه.

د هند اکنامک ټایمز ورځپاڼې روانه اونۍ دعوه کړې وه چې وایي پاکستان " تقریبا خپل دوه زره اضافي پوځیان تر خپله ولکه لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان کې له لاین آف کنټرول سره اچولي دي، چې وایي مقصد یې په ختیځ کې د چین له پولې یا لاین آف ایکچول کنټرول سره د چین پوځونه ځای پر ځای کول دي".

هندي رسنۍ دا دعوه هم کړې وه چې وایي د ګلګت بلتستان د سکردو هوایي ډګر د چین پوځ ته سپارل شوی دی.

د پاکستان پوځ په هندي رسنیو کې شوې دعوې رد کړې وې چې ګواکې په ګلګت بلتستان او کشمیر کې یې پر لاین آف کنټرول یا د پولې پر کرښه باندې نور پوځ ځای پر ځای کړی دی او په پاکستان کې یې د چین د پوځ د موجودګۍ خبره هم بېځایه بللې ده.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو د څانګې مشر مېجر جنرل بابر افتخار د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپلو دوو پرله پسې ټویټونو کې د هندي رسنیو دغه دعوه "درواغ او له ذمه دارۍ لرې" بللې ده او ویلي یې دي چې کشمیر او ګلګت بلتستان ته یې د لاین آف کنټرول لپاره تازه پوځیان نه دي استولي. مېجر جنرل بابر افتخار لیکلي:

"د اضافي ځواکونو هیڅ داسې حرکت نه شته او نه هم ځای پر ځای شوي‌ دي، د دې تر څنګ په پاکستان کې د چینایي ځواکونو موجودګي هم په کلکه ردوو".

د اکنامک ټایمز ورځپاڼې د دعوو له مخې پاکستان چې څومره پوځیان پر لاین آف کنټرول باندې ځای پر ځای کړي دي وایي دا تر هغه ډېر دي چې د تېر کال د فرورۍ تر برید وروسته یې په بالاکوټ کې اچولي وو.

ورځپاڼه وایي داسې ګومان هم کېږي چې کېدای شي له لاین آف کنټرول سره په ټوله سیمه کې خپل راډار سیسټم فعال کړي.

د هند یادې ورځپاڼې دا دعوه هم کړې چې وایي د پاکستاني او چینایي چارواکو تر منځ په دې اړه په وروستیو اوونیو کې غونډې هم شوې دي او وایي چې پاکستان د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې "تشدد ته د پارولو لپاره" له البدر وسلوالې ډلې سره هم خبرې کړې دي.

دهند او چين تر منځ وروستۍ نښتې:

په ورستیو کې د چین او هندوستان تر منځ ګډې پولې ته څېرمه په لداخ سیمه کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې شخړه تېزه شوې او د جون پر 15مه د دواړو هېوادونو تر منځ نښته شوې وه چې پکې هند د خپلو 20 پوځیانو د وژل کېدو دعوه کړې وه. دا په تېرو څلورنیمو لسیزو کې د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي.

د جمعې په ورځ د هند وزیراعظم نریندر مودي چین سره په سرحد د ورستي تاو تریخوالي په اړه ویلي وو چې د توسیع پسندۍ زمانه ختمه شوې‌ ده.

نریندر مودي دا خبره د همالیه په لداخ سیمه کې د چین سره په پوله پرځای شويو د زرګونو په شمېر کې هندي ځواکونو سره د لېدو په غرض د جمعې په ورځ د غیر اعلان شوي سفر په مهال کړی وه.

بینجنګ ته په غیر مستقیم ډول اشاره کې مودي ویلي وو دا د پرمختګ دور دی او تاریخ ګواه دی چې هغه قوتونه چې خپل سرحدونه پراخول غواړي هغو ماتی خوړلی او یا مجبور کړی شوي دي چې د توسیع پسندۍ نه په شا شي.