شاته

افغانستان کې په یو شوارو کې دکرونا وایرس ۳۴۸نوې پېښې ثبت شوي

دافغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو 24 ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وایرس 348 نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې دې سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر 32678 ته ورسېدو.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو 24 ساعتونو کې د هېواد په لابراتورونو کې 868 مشکوکې پېښې ازمايل شوي چې له مخې یې 348 مثبتې دي.

د روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ يادو مثبتو پېښو له جملې څخه يې( 164 په کابل، 28 په هرات، 23 په په بلخ ،3 په ننګرهار،4 په پکتيا،3 په تخار، 33 په باميان، 7 په بغلان ، 14 په بادغيس،12 په نيمروز ده په پروان، 20 په بدخشان، پینځه په ميدان وردګ، یوه په لغمان ،نهه په دايکندي، دوه په کونړ،شپږ په هلمند، پینځه په پنجشير، پینځه په غور او دوه په زابل) ولايتونو کې ثبت شوي

د سرچينې د معلوماتو له مخې په تېرو 24 ساعتونو کې اووه کسان د هېواد په څلورو ولايتونو( یو په کابل، یو په ننګرهار،څلور په پکتيا او یو په نيمروز) کې مړه شوي چې ورسره په ټول هېواد کې د کرونا له امله د مړه شوو شمېره 826 ته ورسېده

همداراز په تېرو 24 ساعتونو.کې 1833 کسان د کرونا ويروس څخه بېرته رغېدلي چې په دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته رغېدلو شمېر 19164 ته رسېد

د ورلډوميټر سايټ د معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر 1120500 کسانو ته رسېدلی چې له مخې يې 529380 کسان مړه شوي او 6254269 کسان له دغه ويروس څخه بېرته رغېدلي