شاته

ټرمپ د امریکا د استقلال یوې لویې غونډې ته له ماسک پرته وینا وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د دغه هېواد د استقلال د ورځې په مناسبت یوې لویې غونډې ته وینا وکړه خو ماسک یې نه و تړلی.

دا غونډه د جمعې په شپه د امریکا د جنوبي ډکوتا په ایالت کې د «ماونټ رشمور» ملي یاد څلي کې وشوه.

په دغه تاریخي ځای کې د امریکا د څلورو پخوانیو ولسسمشرانو جورج واشنګټن، توماس جیفرسن، تودور روسيویلټ او ابراهم لینکن مجسمې جوړې شوي دي او یو تاریخي ځای بلل کیږي.

ولسمشر ټرمپ راټولو شویو خلکو ته وویل چې "ماشومانو ته یې په ښوونځیو کې دا درس ورکړل شوی چې له خپل هېواد څخه نفرت"وکړي. هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل خو وویل چې د کیڼ اړخو دا افراطي برید باید ودرول شي.

نوموړي همدغه راز خبرداری ورکړ چې په دې وروستیو کې په امریکا کې د "نژادي توپیر"په ضد پیل شویو مظاهرو د امریکا د حکومت بنسټونه تهدید کړي دي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې په امریکا کې د اجتماعي عدالت مخ په غوړېدونکی خوځښت "به هم عدالت او هم ټولنه ختمه" کړي.

دا مظاهرې د مۍ په میاشت کې د مینيسوټا په ایالت کې د پولیسو په توقیف کې د یو تورپوستي امریکایي جورج فلوډ له مرګ وروسته پيل شوې. مظاهره کوونکي دا پېښه د تبعیضي چلند یوه نمونه بولي‌ او د عدالت غوښتنه کوي.

د څلورو پخوانیو ولسسمشرانو جورج واشنګټن، توماس جیفرسن، تودور روسيویلټ او ابراهم لینکن مجسمې
د څلورو پخوانیو ولسسمشرانو جورج واشنګټن، توماس جیفرسن، تودور روسيویلټ او ابراهم لینکن مجسمې

ښاغلي ټرمپ د خپلو خبرو پر مهال ماسک نه و تړلی، د غونډې اکثریت برخوالو هم ماسکونه نه وو تړلي او نه یې هم د یو بل ترمنځ ‌فاصله ساتلې وه.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د روغتیا وزارت چارواکي وايي‌ چې په یو شمېر ایالتونو کې د ماسک نه تړلو او د یو بل تر منځ د فاصلې نه ساتلو له کبله د کروناویروس پېښې بیا زیاتې شوې دي. یوازې د پنجشنبې په ورځ څه باندې ۵۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي وو.

د کرونا له کبله تر دې دمه په امریکا کې شاوخوا ۱۲۸زره کسان مړه شوي او ۲.۸ میلیون نور پرې اخته دي.

ولسمشر ټرمپ د خپلو پلویانو په شور او ځوږ کې دا خبره هم وکړه چې د امریکا او مکسیکو د سرحد ترمنځ‌ یې د دیوال جوړولو ژمنه پوره کړه. د دغه دیوال جوړول د ولسمشر ټرمپ د تېر کمپاین یوه مهمه ژمنه وه.

د ښاغلي ټرمپ له خبرو وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو د استقلال د جشن د لمانځلو لپاره اورلوبې وشوې، دا په شاوخوا لسو کلونو کې اول ځل و چې په «ماونټ رشمور» کې اورلوبه وشوه.

خو د چاپېریال ساتنې ځینو فعالانو او سیاستوالو په دغه تاریخي ځای کې له اورلوبې سره مخالفت څرګند کړی دی. دوی وايي چې دا سیمه د اورلوبو ځای نه دی او اورلوبه ورته زیان رسوي.

د جولاۍ څلورمه د استقلال ورځ ده. په دغه ورځ امریکا د برتانیا له حاکمیت څخه ووتله. د ۱۷۷۶ د جولاۍ په دویمه د ۱۳ مستعمرو چې اوس د امریکا شرقي ایالتونه دي، استازو د استقلال په پلوۍ رایه ورکړه.