شاته

نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۱میلیونو واوښت

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کروناویروس پېښې ورځ تر بلې زیاتیږي او د نړۍ په ځینو برخو کې بیا محدودیتونه لګول شوي چې د دغه ویروس د ډېرې خپرېدا مخه ونیول شي.

په امریکا کې د جانس هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د شنبې تر سهار پورې جولاۍ۴ (چنګاښ۱۴) په ټولې نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۱ میلیونو اوښتی او څه باندې ۵۲۵زره نور مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کې تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی چې تر دې دمه په کې شاوخوا ۱۲۸زره کسان مړه شوي او ۲.۸ میلیون نور اخته دي. یوازې د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې څه باندې ۵۵زره کسان په دغه ویروس اخته شول.

په امریکا پسې وروسته بیا برازیل دی چې تر دې دمه په کې څه باندې ۱.۵ میلیونه خلک په کروناویروس اخته شوي دي. د کروناویروس په برازیل کې څه باندې ۶۱زره نور کسان مړي کړي‌ دي.

د کروناویروس ۲۵ سلنه پېښې په لاتینه امریکا کې چې برازیل هم په کې دې، ثبتې شوي دي.

له برازیل وروسته بیا په روسیه کې ډېر کسان په دغه ویروس اخته شوي چې شمېر یې شاوخوا ۶۷۳زرو ته رسیږي. څه باندې ۱۰زره نور په کې مړه شوي دي.

هند اوس په اسیا کې د کروناویروس په مرکز بدل شوی او ډېرې پېښې په کې ثبتې شوې
هند اوس په اسیا کې د کروناویروس په مرکز بدل شوی او ډېرې پېښې په کې ثبتې شوې

هند بیا په اسیا کې د کروناویروس په مرکز بدل شوی او ډېرې پېښې په کې ثبتې شوي دي. دغلته تر دې دمه شاوخوا ۶۲۵۰۰۰ کسان په کرونا اخته شوي دي او څه باندې ۱۸۶۰۰ نور مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په اسیا کې د نړۍ د کروناویروس ۱۲ فیصده او په منځني ختیځ کې نهه فیصده پېښې ثبتې شوي دي.

له دې سره سره بیا هم ډاکټران او د صحي برخې متخصصین وایي‌ چې په ډېرو هېوادونو کې ښايي په کرونا د اخته کسانو شمېر تر هغه ډېر وي‌ چې اعلانیږي.

دا په داسې حال کې دي‌ چې په امریکا کې ځینو ایالتونو کې د کروناویروس پېښې زیاتې شوي، شرابخانې او سمندرغاړې بیا تړل شوي‌ او نوي محدودیتونه لګول شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د تیرکال په ډسمبر میاشت کې د چین په هوبي ایالت کې پیدا شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې خپور دی.

په چین کې چارواکي وایي چې تر دې دمه دغه ویروس هلته ۴۶۴۱ کسان مړه کړي‌ دي‌او څه باندې ۸۴زره نور پرې اخته دي.

خو شک کیږي چې ښایي چین په دې اړه دقیق ارقام خپاره نکړي. څه موده مخکې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې د کروناویروس په چین کې تر امریکا ډېر کسان مړه کړي دي. امریکا چارواکي وايي چې د کروناویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی دی، خو چینايي چارواکي دا تور هم ردوي.