شاته

زلمي خلیلزاد قطري مامورینوسره د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په موضوع خبرې وکړې

په افغانستان کې امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ په افغانستان کې د اقتصادي ترقۍ په موضوع د قطري چارواکو او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه د طالب استازو خبرې وکړې.

د دې نه وړاندې زلمي خلیلزاد د وډیو کانفرنس دلارې افغان صدر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره خبرې وکړې.

په قطر کې د خپلو خبرو په اړه خلیلزاد په ټوېټر وویل چې هغه او د امریکې د مالي چارو چارواکي اېډم بوهیلر په افغانستان کې په شریکه د سرمایه کارۍ په موضوع د قطري مامورینو سره مذاکرات وشول. هغه وویل په افغانستان کې سرمایه کارۍ دلارې ثبات او سوکالې راتللی شي او د افغانستان صلاحیت مخې ته راتللی شي.

زلمي خلیلزاد وویل چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ کې د طالب استازو سره یې هم په افغانستان کې د اقتصادي ترقۍ په اړه خبرې وکړې.

د بین الافغاني مذاکراتو په باره کې زلمي خلیلزاد وویل دواړه خوا په دې مفتق وو چې د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې خنډان لې لېرې کړی شي.

د دې نه وړاندې خپلو ټویټونو کې ښاغلي خلیلزاد وویل چې ده او د امریکې د نړیوالې ودې د خزانې د کارپورېشن (ډي ایف سي) مشر ایډم بوهیلر روانه اوونۍ په دغو ویډیویي خبرو له افغان مشرانو سره د سولې پر ګټو خپل نظرونه تبادله کړل:

"موږ یو شریک نظر درلود چې د سولې اقتصادي ګټې د جګړې تر ګټو ډېرې زیاتې دي، د همېشني امن معنا دا چې سرمایه کاري په لږ خطر، کمه خرچه او په تېزۍ سره د پیسو په لګولو کېدای شي".

زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او د ملي سولې د عالي کمېشن له مشر ډاکټر عبدالله سره په خبرو کې یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي‌ چې "سمدستي ګام دا دی چې پاته مسایل باید په بیړه حل شي او د افغانانو تر منځ‌ خبرې پیل شي، ځکه چې د دې ځنډېدل ورانکارو ته ګټه رسوي".

زلمی خلیلزداد وایي چې پخپلو خبرو کې یې د سیمه ییزې اقتصادي ودې او سوکالۍ د ارزښت په اړه هم بحث وکړ او په افغانستان کې دننه یې هم د لنډې او اوږدې مودې لپاره د اقتصادي پروګرامونو او خلکو ته د پام وړ کاري موقعو د موندنې په اړه خبرې کړې دي:

"بجلۍ او روغتیا دوه ډېر مهم اړخونه دي چې باید اول توجه ورته وشي ځکه دا له اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند له ښه کېدو سره مرسته کوي، خو اقتصادي وده هله کېدای شي چې افغان مشران د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټورې پرېکړې وکړي".

د افغانستان حکومت لا تر اوسه له زلمي خلیلزاد سره د ویډیويي خبرو په اړه څه معلومات نه دي خپاره کړي او نه هم طالبانو د بین الافغاني خبرو د ژر پیلولو په اړه د خلیلزاد غوښتنې ته څه جواب ویلی دی.

زلمي خلیلزاد د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ په ازبکستان کې د منځنۍ اېشیا د پینځو هیوادونو ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغان سولې بهیر تر څنګ د سیمې او افغانستان پر اقتصادي مسایلو هم خبرې کړې وې.

زلمي خلیلزاد منځنۍ اسیا ته تر سفر وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي وو، چې یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ اېشیا کې د سیمه ییزې سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره مهم دی:

"یوه منځنۍ اسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا د نښلولو لپاره کار وکړي، دا به د سیمې او د متحده ایالتونو په ګټه وي. موږ په هر هېواد کې د پانګونې او د پولو د شاوخوا فرصتونو په هکله وغږیدو. موږ دغه راز پر دې غور وکړ چې د سیمې د ودې یو جمعي صندوق به څه ډول وي."

د منځنۍ اېشیا تر هېوادونو وروسته زلمي خلیلزاد د تېرې شورو- چارشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قرېشي سره د سیمه ییز امن او په افغان امن بهیر کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې وې.