شاته

د کانګرس ډیموکریټک غړو د امریکايي نشریاتي ادارو د مشرانو په لېرې کېدو تشویش څرګند کړی

د امریکې په کانګرس کې د حزب اختلاف ډېموکریټک پارټۍ غړو د جمعې په ورځ په یو پرانستلي خط کې د امریکې حکومت د مطبوعاتو محکمې یو ایس اېجنسي فار ګلوبل میډیا د انتظام لاندې چلېدونکو خبري ادارو د مشرانو په لېرې کېدو تشویش څرګند کړو.

مایکل پېک تیره میاشت د یوایس ای جي اېم نوی مشر وټاکل شو او د یو اېس ای جي ایم د انتظام لاندې چلېدونکو ادارو مشران یې لېرې کړل.

وي او ای هم د یو اېس ای جي اېم په سرپرستۍ کې چلیږي او د مایکل پېک د تقررۍ وروسته د وي او ای مشرې امېنډا بېنېټ د خپلې چوکۍ نه مستعفې شوي ده.

د کانګرس د نمایندګانو په ایوان یا هاوس اف رېپریزېنټېتیوز کې د ډیموکرېټک پارتۍ ۱۱ غړو د د یو اېس ای جي اېم په چارو کې د شفافیت غوښتنه وکړه او وې وېل کانګرس دې د ادارې په مالي وسایلو د حد ټآکلو په اړه غور وکړي.

د ډېموکرېټک ګوند غړو دغه خط د هاوس اف رېپرېزېنټېیټیوز د مالي چارو زېلي کمېټۍ، د خارجه چارو او د دې سره اړونده چارو کمېټۍ مشرانو ته لیکل شوی او پکې د نشریاتي ادارو د "باصلاحیته" مشرانو په لېرې کېدو تشویش څرګند کړی شوی دی.

د ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړو په خپل خط کې وویل که چېرې د یو اېس ای جي اېم اېډيټوریل ازادي ختمه شي نو د ادارې د حقایقو په بنیاد پروګرامونه به هم متاثر شي.

د دېموکریټک پارټۍ غړو د يو اېس ای جي اېم په اړه خط په داسې حال کې لیکلی چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د کانګرس د هغه ډلې یا کمېټۍ اوریدنه کېږي چې د یو اېس ای چي اېم دپاره مالي وسایل ټاکي.

دا هفته د واک ریپبلېکن او د حزب اختلاف ډېموکریټک پارټۍ د سېنټرانو یوې مشترکه ډلې د یو اېس ای جي اېم مشر مایکل پېک ته په یو خط کې وویل د ورستي پرمختګونو په رڼا کې غواړي چې د ادارې مالي چارو ته بیا کتنه وکړي.

سېنټرانو وويل د یو اېس ای جي اېم په سرپرستۍ کې چلېدونکو مطبوعاتي ادارو رېډیو فري اېشیا، رېډیو فري یورپ/رېډیو لېبرتي او د مېډل اېسټرن براډکاستڼګ مشرانو په لېرې کېدو تشویش لري.

د مطبوعاتي ادارو مشرانو د لېرې کولو په اړه سېنټرانو مایکل پېک مخاطب کړو او ویې وېل "دا ګامونه چې کانګرس سره د صلاح بغیر او بغیر د څه اطلاع اخیستل شوي، ستا په مشرۍ کې د یو اېس ای جي اېم د اینده په اړه سنجیده پوښتنې راپورته کوي."

مایکل پېک او یو اېس ای جي اېم د کانګرس غړو د خطونو په اړه د وي او ای پوښتنو ته څه ځواب نه دی وېلی.

د یو اېس ای جي اېم مشر جوړیدو وروسته مایکل پېک د وي او ای کارکوونکو ته په یو خط کې وویل د فاقي حکومت د قانون سره سم به د وي او ای د چارټر او د خبري ادارې د اېډیټوریل ازادۍ احترام به کوي.

مایکل پېک دا فهته د وي او ای، رېډیو فري اېشیا، مېډل اېست براډکاسټنګ نېټ ورکس او رېډیو فري یورپ/رېډیو لېبرټې موقتي مشران وګمارل.

مایکل پېک وویل دغه تقرریانې به د خبري ادارو فعالیت نور بهتر او د اورېدونکو او کتونکو دپاره به یې نور موثره کړي.

د وي او ای په شمول د یو اېس ای جي اېم خبري ادارې چې په ۶۱ ژبو کې خپرونې لري په مجموعي توګه د ۳۵۰ مېلین نه زیات اورېدونکي، کتونکي او په انټرنېټ رسايي لرونکي لري.

په ورستیو ورځو کې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې د کرونا وایرس په خبرونو کې وي او ای د چین پلوي کوي. او په هغه وخت کې د وي او ای مشرې امېنډا بېڼېټ د وي او ای دفاع کړې وه ا ويلي یې وو چې وي او ای هغو خلکو ته د رای ازادي رسوي چې رېښتیاو او د یقین وؤ معلوماتو ته رسايي نلري.