شاته

خیبر پښتونخوا : د کرونا وايرس نه 1849 د طبي عملې غړي اغیزمن شوي

د خیبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحاديي د شمېرو تر مخه د صوبې په کچه د کرونا وايرس نه 1849 د طبي عملې غړي اغیزمن شوي چې په کې 856 ڈاکٹران هم شامل دي۔

شمېرې ښايي د کرونا وايرس نه تر دې دمه 13 ډاکټرانو، درې نرسانو او اته نور روغتیاېي کارکوونکو ژوند د لاسه ور کړې دی.

د صحت چارو کا پوهان وايي تر کومه چې ټولې طبې عملې ته د کرونا وايرس نه د ځانونه د خوندې ستالو سامان نه وي ورکړې شوې او د کرونا ناروغانو د پاره ځانګړې هسپتالونه نه وي ټاکل شوي نو دا رنځ به په تېزۍ سره په طبي عمله کې خورېږي.

بلخوا د خیبر پښونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي د کویډ-19 د مرېضانو د درملنې د پاره يي هسپتالونه مختص کړي او طبي عملې ته هم حفاظتي سامان ورکړې کېږي۔

د پېښور حيات اباد مېډيکل کمپلکس کې د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي مشر ډاکټر زبېر محسود وي او ای ډيوه ته ويلي چي په روستيو کي د پېښور لېډي رېډنګ هسپال د ګائني څانګې د 60 نه سوا طبي عمله د کرونا وايرس نه متاثره شوې وه او هم دغه شان په حيات اباد مېډيکل کمپلکس کي د اي اېن ټي ( د غوږونو ، پوزې او مرۍ) وارډ هم د کرونا وايرس خورېدو له وجې بند کړې شوې وو.، ډاکټر زبېر محسود زیاتوي تر کومه چې ټولو ډاکټرانو ته د کرونا وايرس نه د ځانونو خوندي ساتلو سامان نه وي ورکړې شوې نو د هسپتالونو بېلا بېلې څانګې به د انفېکشن له امله تړلې کېږي۔

ډاکټر زبېر محسود وايي: " هم هغه خبره ده چې حکومت يوازې هغه وارډونو کې طبي عملې ته حفاطتي سامان ورکړې چرته چې د کرونا مريضانو علاج کېږي، خو اوس په او پي ډي يا ايمرجنسي کې چې زموږ کوم خلق ( طبي عمله ) ناست دي نو هلته هم مريضان راځي، په کرونا کې دوه قسمه مريضان دي يو هغه مريض چې هغه ته علامات وي او بل هغه چې علامات په کې نه وي خو بيماري ترې خورېږي، نو هغه مريض چې علامات ورکې نه وي او ډاکټر يي بغېر د حفاظتې جامو او سامان نه ووګوري نو هغه ته دا وايرس ولګي او دغه شان دا مرض خورېږي".

د ډاکټرانو او د نورې طبې عملې د اتحاديو نه ترلاسه شوې شمېرو تر مخه د صوبې په هسپتالونوکې 856 ڈاکٹران، د 200 نه سوا نرسانې او څه د پاسه 600 د پېرا مېډېکل سټاف غړي د کرونا وايرس نه نروغه شوې دي۔

د خیبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو د اتحاديي وياند ډاکټر سراج الاسلام وي او ای ډيوه ته وويل هسپتالونو کې په لارښودنې يا اېس او پيز عمل نه کېږي او خلک د کرونا ناروغانو په ځانګړي وارډونو کې ګرځي چې له امله يي دا وايرس په ټول هسپتال کې خورېږي، دې وايي چې د کرونا ناروغانو د علاج د پاره ځانګړي هسپتالونه ټاکل ډېر مهم دي۔

نوموړی وايي: " د ضلع په کچه هسپتالونو کې د کرونا مريضان د نورو ناروغانو نه جدا کول پکار وو، او چې دغه هسپتالونه يوازې د کرونا د پاره مختص وي او دغې د پاره جدا طبي عمله وي چې د دغو ناروغانو علاج يي کولې نو دا به مناسب وه په ځاې د دې چې تاسو په عامو هسپتالونو کې دا مريضان وچوې او خلق بيا د هغو له وجې راځي او بيا دغه خلک بهر وځي او نورو خلکو سره مېلاوېږي نو دې سره د کرونا وايرس په ډاکټرانو او عامو خلکو کې خورېدل زيات وي"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې ډايريکټر جنرل ډاکټر نياز محمد وايي چي په هسپتالونو کې کارکوونکې طبي عملې ته حفاظتي سامان د ضرورت مطابق ورکړې شوې دې او د کرونا ناروغانو د علاج د پاره ځانګړي هسپتالونه هم صوبايي حکومت ټاکلي دي.

ډاکټر نياز محمد وايي: " تاسو ته مالومه ده چې مونږه په چارسده کې د ماشومانو او زنانه وو هسپتال د کرونا ناروغانو د پاره مختص کړېدې، د 50 بېډونو (بسترو) ايي سي يو په هغې کې جوړه شوې او د 100 نورو(بسترو) جوړېږي، د پېښور په نشتر اباد کې چې د هسپتال کوم عمارت جوړ شوې هغه هم د کرونا مريضانو د پاره ټاکلې شوې او په حيات اباد کې د انسټيټيوټ اف کارډيالوجي عمارت (ودانۍ) مکمل شوې نو هغې کې هم د 50 بېډونو د کرونا وايرس مريضانو د پاره هسپتال جوړولې شي"۔

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه تېرو 24 ساعتو کې د کرونا وايرس نه 232 تنان ناروغه شوي چې ورسره مجموعي شمېره 27170 ته رسېدلې ده، شمېرې ښايي لس کسان مړه شوي هم دي چې ورسره د مړه شوو تنانو شمېره 983 ته رسېدلې ده.

  • 16x9 Image

    عبدالرزاق ـ

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.