شاته

امریکې پاکستان سره د۳۰لکو ډالرو په لګښت د۱۰۰ؤ عصري وینټي لیټرو مرسته وکړه

پاکستان کې دامریکا سفارتخاني پخپل یو بیان کې ویلي چې دامریکایي حکومت لخوا د۱۰۰ؤ وینټي لیټرو دا مرسته دا مریکایي نړیوالې پرمختیایي ادارې یو ایس ایډ په مټ دپاکستان سره شوې چې دقدرتي افتونو په مهال دمرستو پاکستانۍ ادارې پي‌ ډي‌ ایم ای ته به ورکولی شي.

امریکې په کرونا وایرس داخته ناروغانو دعلاج په غرض پاکستان سره د ۱۰۰ؤ عصري وینټي لیټرو مرسته کړې ده چې دغه وینټي لیټرې تیره ورځ کراچۍ ته رسیدلي دي.

پاکستان کې دامریکا سفارتخاني پخپل یو بیان کې ویلي چې دامریکایي حکومت لخوا د۱۰۰ؤ وینټي لیټرو دا مرسته دا مریکایي نړیوالې پرمختیایي ادارې یو ایس ایډ په مټ دپاکستان سره شوې چې دقدرتي افتونو په مهال دمرستو پاکستانۍ ادارې پي‌ ډي‌ ایم ای ته به ورکولی شي.

بیان کې راغلي چې دا دشاوخوا د۳۰ؤ لکو ډالرو په لګښت دا وینټي لیټرې به دپاکستان بیلابیلو روغتونونو کې لګول کیږي .

بیان کې راغلي چې په امریکه کې جوړې شوې دا وینټي لیټرې په عصري طبي ډیزائن اؤ ټیکنالوجۍ جوړې کړل شوي اؤ ډير په اسانۍ سره لګول کیدای شي.

بیان کې هیله ښکاره کړل شوې ده چې دپاکستان بیلابیلو روغتونونو کې ددې وینټي لیټرو د لګول کیدو سره به په کرونا وایرس اخته ناروغان د غوره علاج جوګه شي.

پاکستان کې دامریکا سفیر پال جونز وایي د کرونا وایرس په ضد جګړه کې امریکا دپاکستان ترڅنګ ولاه ده اؤ پاکستان ته ددې عصري وینټي لیټرو رارسیدو سره به په کرونا داخته ناروغانو ژوند ژغورنه کې به لاس امداد وشي.

دامریکایي سفارتخانې دبیان له مخې دکرونا وایرس په ضد دصحت څانګه کې دامریکا اؤ پاکستان ملګرتیا ورځ تر بلې پیاوړې کیږي اؤ امریکا تر اوسه په دې مد کې پاکستان ته د۲۷میلیونه ډالرو نوې مرستې ورکړي دي.