شاته

د ۲۰۱۱ کرکټ نړیوال جام کې د فساد ادعا؛ نړیواله شورا اسناد غواړي

د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د ۲۰۱۱ د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې، چې د هند او سریلانکا ترمنځ وه، د فساد د ادعاو په اړه خبره شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ جولاۍ۳ (چنګاښ۱۳) په یوې اعلامیې کې له ټولو خلکو غوښتي‌ دي که په دغې لوبې کې د فساد په اړه هر ډول اسناد او شواهد لري، هغوی ته دې وسپاري چې په اړه یې پلټنې پیل کړي.

څو اونۍ مخکې د سریلانکا د سپورټ وزیر ادعا وکړه چې د سریلانکا د کرکټ ټیم د ۲۰۱۱ د نړیوال جام پایلوبه د پېسو په بدله کې پر هند بایللې وه. هغه ویلي وو چې د خپلې ادعا لپاره اسناد او شواهد هم لري.

خو د کرکټ‌ نړیواله شورا وايي چې تر دې دمه له دغې شورا سره هېڅ ډول داسې اسناد او شواهد نه دي شریک شوي چې په هغې لوبې کې د فساد او درغلیو په اړه پلټنو ته لار پرانیزي.

په همدې حال کې د سریلانکا د کرکټ د لوبډلې د هغه مهال کپتان کمار سنګاکارا د سریلانکا د سپورټ له وزارت څخه غوښتي چې د خپلې ادعا په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.

نوموړي په خپل ټویټر کې د سریلانکا د سپورټ له وزیر څخه غوښتي دي‌چې د خپلې ادعا په اړه دې ټول اسناد نړیوالې شورا ته وسپاري چې د فساد ضد کمېټه او د پولیسو څانګه یې په اړه پلټنې وکړي.

له دغې ادعا وروسته د سریلانکا د سپورټ وزارت کمار سنګاکار وروباله چې په دې اړه ورسره خبرې وکړې.

سیمه ییزې رسنۍ وايي چې پولیسو د سپورت په وزارت کې له ښاغلي سنګاکارا سره اته ساعته خبرې کړې.

تر دې دمه د هند کرکټ بورډ، چې د ۲۰۱۱ نړیوال جام یې ګټلی، څه نه دي‌ ویلي.

په کرکټ کې تر دې مخکې هم د فساد او درغیلو ځینې پېښې شوي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې ښکېلو لوبغاړو او نورو کسانو ته سزاوې ورکړي دي.

خو دا لومړی ځل دی چې د کرکټ د نړیوال جام په پایلوبې کې د دومره لوی فساد ادعا کیږي.