شاته

اندونیزیا په خپله د خپلو خلکو لپاره واکسین جوړوي

واشنګټن – په اندونیزیا کې د کوېډ ۱۹ د څېړنو ډلې مشر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نړۍ کې د کورونا واکسین د وېشل کېدو په اړه د شته اندېښنو له امله دوی خپله د خپل ځان لپاره واکسین جوړوي.

علي غفران مکتي ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ریتنو مرسودي سره د یو انټرنیټي خبري کانفرانس له لیارې اعلان وکړ چې، "دا واکسین به په اندونیزیا کې د اندونیزیا لخوا اندونیزیا ته وي."

ښاغلي مکتي وویل، په نړۍ کې د واکسین جوړولو د کمپنیو لخوا په واکسینونو کې شته محدودیتونو او وړتیاوو ته په اشارې وویل، چې اندونیزیا ته اړتیا ده چې په خپله د ځان لپاره واکسین جوړ کړي.‌

د امریکا حکومت په روانه اونۍ کې اعلان وکړ چې دوی د ګلیډ ساینس په نامه له یوې کمپنۍ سره دې موافقې ته سره رسېدلي دي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې ورڅخه زیات تولید شوی ریمډیسویر واخلي.

ریمډیسویر یواځینی درمل دی چې د کورونا په درملنه کې لایسنس ترلاسه کړی دی.‌

د اندونیزیا حکومت په مارچ کې د واکسین په اړه څېړنې پیل کړې وې خو دا اراده یې نه وه څرګنده کړې چې په خپله به د خپل هېواد لپاره واکسین جوړوي.

په اندونیزیا کې د بایو فارما په نامه یواځینې د واکسین جوړولو دولتي کمپنۍ له چینايي کمپنۍ ساینویک سره د جون په لومړیو کې په ګډه کار پیل کړی وو.

موکتي وویل، بایو فارما کولای شي چې د راتلونکي کال په دوهمه نیمايي کې د واکسین کلینکي ازموینې پیل کړي.‌

د جان هاپکنیز پوهنتونو د معلوماتو له مخې د زیارت یا پنجشنبې پورې په اندونیزا کې د کورونا د اخته کسانو شمېر شاخوا ۶۰۰۰۰ ته رسېدلی چې نېږدې ۳۰۰۰ یې مړه شوي دي.‌