شاته

ډبلیو اېچ او: په نړۍ کې هره ورځ یو لک شپیته زره کسان په کرونا اخته کیږي

د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او ویلي د دسمبر د میاشتې راپه دیخوا د کرونا وبا نه اغیزمنو شوو ۱۰ میلینه خلکو کې ۶۰ فیصده کېسونه یواځې د جون په میاشتې کې ثبت شوي چې ښايي دغه وبا د کمیدو پرځاې نوره بد حالې ته ورروانه ده.

د ادارې مشر ټیډروس ګېبریاسېس د جولايي په لومړۍ نېټه ویلي دا مهال په نړۍ کې د ورځې په حساب ۱۶۰۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ کیږي. نوموړي زیاته کړې د کرونا وایرس مخنیوي لپاره هیوادونه باېد ګټه ور ګامونه پورته کړي.

ټېډروس ګېبریاسېس ویلي: ٫٫ د کرونا ناروغان معلومول، د نورو نه جدا کول،‌ بیا معاینه/ ټستونه او د هرناروغه تن پام ساتنه؛ د کرونا ناروغه سره نژدې شوي خلک لټول او قرنطین کول؛ د صحت کارکونکي تربیه کول او دوي له پوره اوزار یا الات ورکول خلک په دې خبره پوه کول چې ځان او نور خلک به څنګه د کرونا نه ساتي.٬٬ نوموړي‌ وړاندې ویلي‌، کومو هیوادونو چې خواره واره ګامونه پورته کړي هغوي‌ته یو سخته او لوېه لار ورپه غاړه ده.‌

٫٫ یواځې په ټسټونه نه کیږي، نه په ټولنیز واټن،‌ نه یواځې د کرونا اغیزمن معلومول او نه یواځې په ماسکونو کیږي.‌ دا ټول به په ګډه کول وي.٬٬ ښاغلي ټېډروس ‌ویلي په تیرو شپږو میاشتو کې چې کومه زده کړه شوې هغه دا، چې هیڅ هم ناوخته نه دي.‌ که په هر یو هیواد کې هر قسمه حالات وي دا بدلیدلی شي.

د ډبلیو اېچ او د مشر ټېډروس اشاره د ماسکونو اړخ ته وه. د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تر اوسه ماسک نه وو په مخ کړی او تر څو میاشتو پورې یې د ماسک په مخ کولو خیال ردولو.

خو صدر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ فاکس نیوز ټي وي په یوه خپرونه کې د مرکې په مهال ويلي: ٫٫ که ځه یو داسې ځاې کې یمه چرته چې خلک ډیر وي نو ځه به ماسک په مخ کومه.

صدر ټرمپ زیاته کړې: ٫٫ ځه د ماسک مخ کولو په حق کې یمه، زما په فکر دا ښه څیز دي. حقیقت کې ما ماسک په مخ کړی.‌ او زما خوښ شوی چې دا څنګه ښکاري.‌ دغه یو تور رنګه ماسک وو او ما ته ښه ولګیدو. که خلکو ته پکې ځان ښه لګي نو ماسکونه دې په مخ کوي.٬٬

خو امریکايي صدر بیا په دې خبره شک څرګند کړی چې د ماسکونو مخ کول دې په خلکو لازمي‌ وګرځول شي او خپله زړه خبره یې بیا تکرار کړې، چې کرونا وایرس به پخپله ختم شي. طبي ماهرین وايي کرونا وایرس به اوس چرې هم نه ختمیږي او لکه د زکام د وایرسه په د تل لپاره پاتې وي.‌

اسټریلیا او نیوزيلېنډ کې د کرونا حالت:

په اسټریلیا کې د ویکټوریا ایالت چارواکو د هغه تورونو پلټنې پېل کړي چې ګنې د حکومت لخوا د قرنطین لپاره ټآکل شوې هوټلو کې نامناسبه انتظامات شوي‌ دي.

په دغه تورونو کې په یادو هوټلو کې د ساتل شوو خلکو د کم امنیت، د هوټل بې تربیته عمله،‌ د کرونا نه ځان ساتنې سامانونو غلط استعمال او داسې دعوه چې ګنې د هوټل د امنیت لپاره ساتل شوي عملې غړي د میلمنو سره په یوه کوټه کې ویده شوي.

د دغه تورونو وروسته ګن شمیر کسان د دغه مرکزونو وتلي دي. د اسټریلیا په مېلبرن ښار کې په نژدیو ورځو کې د کرونا پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

په نیوزیلېنډ کې د صحت وزیر نن د زیارت په ورځ په دې استعفا ورکړې چې د مارچ په میاشت کې هغه وخت د خپلې کورنۍ د غړو سره د اوبو غاړې ته تللی وو کله چې په نیوزي لېنډ کې سخت ټول بند یا لاک ډاون پرځاې وو. دغ وزیر د اپرېل په میاشت کې هم استعفا ورکړې وه خو وزیراعظمې جېسنډا ارډرن یې هغه وخت استعفا نه وه منلې.‌