شاته

کرونا وايرس: د نړۍ مشران نه شي کولی چې د ژوند او اقتصاد ترمنځ يو غوره کړي

د امریکا د وبايي ناروغو پوهان ويلي، د کرونا وايرس له امله د نړۍ مشران نه شي کولی چې د اقتصاد او ژوند خوندي کولو ترمنځ د يو انتخاب وکړي.

ډاکټر انتهوني فاؤچي ويلي، تاسو نه غواړئ چې د ژوند د اقتصاد په مقابله کې برابر کړئ، ځکه نو که عامه روغتيا ترلاسه کړو نو دا به مو د اقتصاد په پرانسته کې مرسته وکړي.

نوموړي دغه خبره د امریکن مېډېکل اېسوسي اېشن نېټ ورک جنرل سره په خبرو کې کړې ده.

فاؤچي دا خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکې ګورنران يو ځل بيا په ملک کې ريسټورانټې او بارونه تړي، بيا بندېزونه لګوي ځکه چې د کرونا نوې زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

ويل شوي د امریکا په 50 کې په 40 ریاستونوکې د کرونا مخ په زياتي پېښې مخې راغلي او په ځینو ریاستونو کې نوې پېښې په دومره شمېره کې رپوټ کيږي چې ريکارډ ماتوي.

ډاکټر فاؤچي ویلي په نړۍ کې د 24 پورې ويکسينو باندې کار روان دی، او بايد پوهان د ژمي نه وړاندې خبر شي چې په دغو کې کوم ويکسين محفوظ دي او هيله یې څرګنده کړې چې په امریکا کې به دوه ملينه ويکسين موجود وي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په امریکا کې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د کرون وايرس نورې 50زره700 پېښې مخې ته راغلي دي.

خو امریکا يواځې نه ده چې د کرونا پېښې پکې سېوا کیږي، په جنوبي افريقه کې هم په 24 ساعتونو کې 8100 پېښې مخې ته راغلي دي.

په هند کې په څلورو ورځو کې د کرونا وايرس يو لک پېښې مخې ته راغلي دي.