شاته

په امریکا کې د بې روزګارۍ کچه 11.1 فیصده ته کمه شوې

د جون په میاشت کې په امریکا کې 4.8 میلینه خلکو ته روزګار ترلاسه شوې دی پداسې حال کې چې د امریکا اقتصاد د کرونا وایرس له کبله اغیزمن شوې دی او په دغه میاشت کې 1.4میلینه نورو خلکو د بې روزګاره کیدو وروسته د بې روزګارۍ معاوضې لپاره خواستونه ورکړي دي.

د امریکا د خواري کښو د شمېرو د ادارې ترمخه چې هیواد کې د بیکارۍ کچه د جون په میاشت کې 11.1 فیصده ته راکم شوې چې د مې په میاشت کې 13.3 فیصده وو. خو د جون دغه شمېره د میاشتې په نیمایي کې مرتب شوې او په امریکا کې د کرونا وایرس په ریکارډ مثبت شمېرو کې د نوي پېښو نه وړاندې چې په هغه ایالتونو کې چې خپل اقتصاد د بېرته پرانستلو وروسته رپوټ شوي دي.

په روزګارونو کې د ودې او بیکارۍ په اړه رپوټ ښیې چې د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد امریکا د ودې او غیر یقینی وضعېت سره مخ دی. ځینې کاروبارونه ، دکانونه ، ریسټورانټونه ، جیمونه او سیلونونه یا نائې خانې د بیا خلاصېدو هڅې کوي، حتی د هېواد په جنوبي برخه کې د کرونا وایرس پیښو کې د چټکتیا اضافه وروسته بیا په تړلو مجبور شوي دي.

صدر ډانالډ ټرمپ چې د نومبر په میاشت کې د پخواني نائب صدر جوبایډن پروړاندې د بیا ټاکل کېدو لپاره سختې سیالۍ سره مخ دی د جون د میاشتې د روزګارونو رپوټ ستایلې دی.

صدر ډانالډ ټرمپ ددغه رپوټ د خپریدو وروسته ويلي: " کارکوونکې د روزګار موندلو په اړه ډاډمن دي."

هغه زياته کړه: "د سټاک (ونډو) بازار ډیر اوچت روان دی. دا هغه شمیرې نه دي چې بل صدر به ترلاسه کړی وی. "

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه "دا ټول هغه څه چې موږ فکر کاوه ګړندی بیرته راځي ".

په ټوله امریکا کې 48.4 میلینه خلکو په دری نیمو میاشتو په جریان کې د بیکارۍ معاوضې لپاره خواستونه ورکړي دي.

د کرونا وایرس وړاندی په امریکا کې د بې روزګارۍ کچه 3.5 فیصده ته کمه شوې وه چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د ټولو ټیټې کچې ته نږدې ده.