شاته

هند خپل هواېي ځواکونه قوي کوي او روس نه 33 جنګي جټ الوتکې اخلي

د هند حکومت د روس جوړ شوي 33 جنګي جټ الوتکې د اخېستو او او 59 نورو الوتکو توان زیاتولو منظوري ورکړې ده. هند خپل هوایي ځواکونه د نور قوي کولو فېصله پداسې مهال کړی چې پوځ یې ګاونډي هیواد چین سره په پوله پروت دی او دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوې دی.

د رائټرز خبري شبکې د رپوټ ترمخه د هند دفاع وزارت ویلي چې په دغه الوتکو کې 21 میګ-29 الوتکې او یو درجن ایس یو- 30 الوتکې شامل دي، او ورباندې به 2.43 اربه امریکایي ډالر مصرف راځي.

د هند دفاع وزارت ویلي چې د دغه جنګي الوتکو د اخیستوفیصله یې د خپل هوایي ځواکونو د توان زیاتولو له وجې کړی چې ډېر وخت نه ورته اړتیا وه.

د هند او چین تر منځ تاوتریخوالی په تېرو کلونو کې ترټولو زیات شوې دی او په لویدیځ همالیا سیمه کې د لانجمن پولې په شخړه کې د جون پر 15مه د دواړو هېوادونو تر منځ نښته شوې وه چې پکې هند د خپلو 20 پوځیانو د وژل کېدو دعوه کړې وه.

دا په تېرو څلورنیمو لسیزو کې د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي.

د چین او هند تر منځ د پولې پر سر شخړه له 1962م کال راهیسې روانه ده، چین د هندوستان په شمال ختیځ کې د خپلې مځکې دعوه کوي خو هندوستان بیا پر چین تور لګوي چې وایي په همالیه کې یې د لداخ د ځینو برخو په ګډون نوره سیمه نیولې ده.

د روسي الوتکو د اخیستو فیصله د هند دفاع وزیر راج ناتھ سنګه تېره میاشت مسکو ته د سفر وروسته شوی چې نوموړي په روسي چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې د اکمالاتو لړۍ د ګړندی کړي.

د هند د نیمایي نه زیات پوځي سامان لاهم د روس جوړ دی که څه هم په وروستي لسیزه کې هند د لوړو تکنیکي وسلو د اخېستو دپاره امریکا او اسرایل ته مخه کړې. د وسلو لوی جوړونکي هند سره د وسلو سودګانې کول غواړي کوم چې هڅه کوي د پخواني شوروي دور زاړو وسلو پرځای نوي وسلې واخلي.