شاته

آیا د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند انشعاب کړی؟

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د یو شمیر غړو د تصمیم له مخې صلاح الدین رباني د ګوند له ریاست نه لرې کړای شو، خو ښاغلي رباني په یو سخت غبرګون کې دغه اقدام "دننه په ګوند کې توطیعه" وګڼله او د جمعیت د یو شمیر غړو د عضویت د تعلیق خبر یې ورکړ.

د عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، کلیم الله نقیبي، عنایت‌الله شاداب، حفیظ منظور او عبدالستار مراد په ګډون د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرئ په لسګونو غړو د چهارشنبې په ورځ غونډه وکړه او تصمیم یې ونیو چې د جمعیت ګوند د عمومي غونډې تر جوړیدو پورې به عنایت الله شاداب د ګوند د رهبرۍ شورا د غونډو ریاست وکړي.

خو ددغه اقدام په غبرګون کې صلاح الدین رباني په خپل فیسبوک کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي: "ددې ګوند د نوم او نښان څخه ناوړې استفادې ته د پای رسولو په هدف د استاد عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد غړیتوب چې څو ځلې یې د اسلامي جمعیت په صفوفو کې ناسم تحرکات کړي او ددې ګوند د ویاړلي نوم له نوم نه یې په ګټه اخیستلو په ناوړه معاملو لاس پورې کړی په اسلامي جمعیت کې تعلیق کوي."

پدې اعلامیه کې د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا له ادرس څخه راغلي دي چې د جمعیت ګوند د کنګرې د جوړولو لپاره به یوه کمیټه ژر معرفي شي. په اعلامیه کې همداشان راغلي چې جمعیت اسلامي د "حکومت د فعال سیاسي اپوزسیون" په توګه په عملي بڼه کار پیل کړی دی.

عطا محمد نور د چهارشنبې له غونډې وروسته په خپل فیسبوک ولیکل، پدې غونډه کې د رهبرۍ شورا د څه دپاسه د دریو نه دوه برخې غړو ګډون درلود او د طالبانو سره د مصالحې، په حکومت کې د ګډون او د جمعیت د ګوند د بیارغونې او فعالولو په بحث او تصمیم ونیول شو.

ښاغلي رباني بیا ویلي چې: "د ۱۳۹۸ کال د درغلیو ډکو انتخاباتو او سیاسي موافقو وروسته یو ځل بیا ماموریت غوښتونکو ته فرصت رامنځته شو او په شر او غوغاسالارۍ سره د نظام د ملاتړ او یا د سولې د پروسې تر نامه لاندې د څو میاشتنیو ماموریتونو د ترلاسه کولو په فکر کې شول او پدې وروستیو کې یې د معامله کولو په تیارو خونو کې د اوصولو خلاف مجلسونو په جوړولو سره د جمعیت اسلامي په وړاندې د توطیعې طرحه اجرا کړه".

د ټولنیزو شبکو یو شمیر کارونکو د تیرو دوو ورځو پیښې د جمعیت اسلامي ګوند د انشعاب او ټوټه کیدو پیل ګڼلی دی، خو یو شمیر نورو په ځانګړې توګه د جمعیت اسلامي پلویانو استدلال کړی چې دغه ګوند به د پخوا په څیر له دغو ستونزو ووځي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند په ۱۳۴۸ کال کې تاسیس شو او برهان الدین رباني یې څو لسیزې مشري کوله.‌ په ۱۳۹۰ کې په یو ځانمرګي برید کې د برهان الدین رباني له وژل کیدو وروسته د هغه ځوی صلاح الدین رباني د ګوند مشري په غاړه اخیستې وه.