شاته

روس: پوټین د ریفرنډم پاس کېدو وروسته تر 2036 کال صدر پاتی کېدی شي

د روس رایې ورکوونکو په لوی کچه په آیین یا اساسي قانون کې د بدلونونو د ریفرنډم ملاتړ کړی چې ترمخه ېې صدر ولادی میر پوټین تر 2036 کال په واک کې پاتې کېدی شي.

د پوټین د صدرات موده په 2024 کال کې پای ته رسي خو هغه اوس کولائ شي چې په اساسي قانون کې د نوي بدلون له کبله د دوه نورو شپږ شپږ کالو مودو دپاره ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي.

د روس اوسنی اساسي قانون له مخې صدر پوټین د هغه اوسنی شپږ کلنه موده په 2024 کال کې پای ته رسېدو وروسته خپله څوکۍ پریږدي.

د روس مرکزي الیکشن کمېشن په وینا تقریبا ټولی رایې شمیرل شوي دي چې تر یوې اونۍ په دوران کې ترسره شوې ، او78 فیصده رایې ورکوونکو په اساسي قانون کې د بدلون کولو او 21فیصده رایې ورکوونکو یې په مخالفت کې رایې وکارولې.

د روس پارلېمان څو هفتې وړاندې په اساسي قانون کې د بدلونونو منظوری ورکړی وه خو صدر پوټین غوښتل چې رایې ورکوونکو نه د ریفرنډم يا ټولپوښتنې سره د دغه بدلونونو قانونې حیثیت منظوری واخیستل شي.

ریفرنډم په اصل کې د اپریل 22 لپاره ټاکل شوی و خو د کرونا ناروغۍ له امله وځنډول شو. روس د هغو هېوادونو څخه دی چې د وایرس لخوا ډیر ځپل شوي دي.

په اساسي قانون کې د دوه ځله د نورې مودې دپاره صدر جوړیدو د بدلون نه علاوهخواوشا 200 نور بدلونونه شامل دي چې پکې د لږترلږه پنشن، هم جنس ودونو بندیز او په خدای د روس خلکو د اعتقاد تائید شامل دي.

الیکشن کمېشن مشر ایلاپیم فلووا ویلي چې په اساسي قانون کې د بدلونونو ریفرنڈم د روڼولي لپاره چارواکو ډېر محنت کړی دی.

اپوزیشن په حکومت رایو کې د درغلیو تورونه لګولي دي.

په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د ریفرنډم څارنه کونکي د یوې غېردولتي موسسې مشر ګولوس ویلي چې رایې اچولو پرمهال یو شمېر بې نظمۍ شوې ، چې وروسته د ټولپوښتنې د نتیجو د قانونیت په اړه څه نه شي ویلائ.

مدنې ټولنو غړو په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د ریفرنډم پرضد د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ماسکو په ریډ اسکوائر کې احتجاج وکړو چې پولیسو یو شمېر احتجاج کونکي نیولي هم دي.

د جنورۍ په میاشت کې د روس وزیراعظم دمیتري مېدوېدیف په یو ناڅاپي اقدام کې د خپلې ټولې کابینې سره مستعفي کېدو اعلان کړی وو چې په اساسي قانون کې د بدلونونو لار ورسره اسانه شوه .

پوټین 2000 کال اول ځل د روس صدر جوړ شو.

پوټین چې اوس مهال 67 کلن دی کولائ شي د 80 کلونو په عمر کې هم صدر پاتې شي.

پوټین د دې وړاندې هم دوه ځله صدر پاتې کېدو شرط د یوې مودې لپاره د وزیراعظم جوړید سره ځان بچ کړو، په دغه وخت مېدوېدیف صدر جوړ شو.

وو.