شاته

افغانستان کې دکرونا مثبتو پېښو شمېر څه باندې۳۲زرو ته لوړ شو

روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۶ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د افغانستان روغتیا وزارت نن پنجشنبه جولای دوهمه (چنګاښ۱۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۱۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۸۶ یې مثبت ثبات شوي دي.

په دې سره افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۰۲۲ ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۶۱ په کابل، ۳۴ هرات، ۶ کندهار، ۱۴ بلخ، ۱ ننګرهار، ۳ بغلان، ۷ لوګر،۱۶ بادغیس،۶ پروان، ۲ میدان وردګ، ۲ لغمان،۳۱ دایکندي، ۱ هلمند او یوه هم په غور ولایت کې ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې په شپږ ولایتونو، کابل، ننګرهار، تخار، بادغیس،نیمروز او پروان کې د کرونا ویروس له امله ۳۳ تنه مړه شوي دي.

د یادو کسانو تر ټولو زیات یې چې ۲۳ تنه کیږي یوازې په کابل ولایت کې مړه شوي دي، په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر۸۰۷ ته لوړ شو.

همدارنګه په نهو ولایتونو کې د کرونا ویروس څخه ۴۴۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۶۰۴۱ تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د پنجشنبې تر غرمې جولای۲ (چنګاښ۱۲) پورې ۵۱۶۴۲۴ کسان مړه کړي او څه باندې لس ملیونه نور په اخته شوي دي.