شاته

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته د سفر پرمهال ددغه هیواد له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر غږېدلی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د چهارشنبې په ورځ جولای لومړۍ (چنګاش۱۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې د پاکستان له هڅو څخه مننه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد هم په افغانستان کې د سولې ټینګېدل د سیمې د ثبات لپاره مهم بللي او زیاته کړې ده چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرو پیلېدو ته نژدې شوي دي.

پر همدې مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې له شاه محمود قریشي سره د زلمي خلیلزاد د لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.

بیان وايي چې ښاغلي قریشي په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې د دوام غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د بین الافغاني خبرو لپاره د مذاکراتي ټيم او مصالحې عالي شورا له رامنځته کېدو څخه هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې دواړه لوري باید تاوتریخوالی کم کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې شاه محمود قریشي د سولې بهیر په وړاندې د خنډونو جوړولو په اړه د ځینو ورانکارو عناصرو د هڅو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې "د سولې خبرو د تخریبوونکو مخه باید ونیول شي."

زلمی خلیلزاد چې روانه اونۍ د افغان سولې په سفر پیل کړی، د تیرې سې شنبې په ورځ د منځنۍ اسیا هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د نورو اقتصادي مسائلو ترڅنګ د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې کړي وې.

ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره له طالب استازو سره د خبرو لپاره قطر ته هم سفر کړي.

د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د افغان حکومت او طبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي، خو تر دا مهاله د دغو خبرو د پیلېدو کره نېټه نه ده اعلان شوې.

ولسمشر غني تیره شپه د افغانستان له ملي تلویزیون سره مرکه کې وویل چې ټاکل شوې لومړني بین الافغاني مذاکرات په قطر کې تر سره شي.

هغه اندونیزیا، جرمني، ناروې، روسیه او چین هغه هیوادونه یاد کړل چې د نوموړي په وینا د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره یې زړه ښه کړی دی.