شاته

د امریکا لوړپوړي استخباراتي مشران طالبانو ته د روسیې د انعام ورکولو په هکله معلومات ورکوي 

د امریکا د متحده ایالاتو د دوو استخباراتي ادارو سي آی اې او د ملي امنیت د ادارې مشران نن د پنجشنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ ۱۲) د امریکا د کانګرس غړو ته په افغانستان کې پر امریکایي او ایتلافي قواو باندې د بریدونو په بدل کې طالبانو ته د زوسیې له خوا د انعام ورکولو په اړه معلومات ورکوي.

سپینې ماڼۍ تائید کړې چې د سي آی اې مشره جینا هسپل او د ملي امنیت د ادارې مشر پاول نکاسون به د کانګرس اتو لوړپوړو غړو ته معلومات ورکړي چې د روسیې ددغه پروګرام په هکله څه څرګند دي او او کوم اړخونه لا معلوم ندي.

دغه غونډه به لومړنی چانس وي چې د کانګرس غړي په مستقیمه توګه د امریکا د استخباراتي مشرانو څخه د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د وژلو په بدل کې طالبانو ته د روسیې د بسپنې په اړه اوري.

تر اوسه پورې کانګرس ته د استخباراتي معلوماتو د ورکولو پروسه د ملي استخباراتو د رئیس جان ریټکلیف په مشرې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار رابرټ اوبراین او د سپینې ماڼۍ د اداري مشر مارک مډیوز سره یوځای پرمخ بیول کیده.

دغو دریو لوړپوړو امریکایي چارواکو کانګرس ته ویلي چې په افغانستان کې د روسیې ددغه پروګرام په هکله استخباراتي معلومات ندي تائید شوي او دوی ددې تصمیم دفاع کړې چې پدې خاطر یې جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته دا موضوع نده څرګنده کړې.

د امریکا د ملي امینت سلاکار رابرټ اوبراین د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلي ټرمپ ته د روسیې د پروګرام په اړه ځکه معلومات ندي ورکړل شوي چې دا مسله نه وه تصدیق شوې.

خو ښاغلي اوبراین وویل چې سپینه ماڼۍ به د روسیې په خلاف په ممکنه لارو چارو غور وکړي که په افغانستان کې د روسیې د نیت په اړه استخباراتي معلومات تائید شي. هغه زیاته کړه چې: «دا مهم تورونه دي که تصدیق شي زه تاسو ته ډاډ درکوم چې جمهور رئیس به جدي عمل وکړي.» او زیاته یې کړه چې مونږ د څو میاشتو راهیسې په دغه اړه کار کوو.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره د روسیې له خوا طالبانو ته د انعام ورکولو مسله ردوي او د چهارشنبې په ورځ یې لومړي ځل لپاره په دې هکله په یو ټویټ کې او بیا د فاکس تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې ددې مسلې په اړه استخباراتي معلومات دومره جدي نه وو چې پرې باور وشي.

ښاغلي ټرمپ وویل زیات شمیر استخباراتي مامورین فکر کوي چې دا موضوع نده پیښه شوی او زیاتوي چې دده په فکر دا ګنګوسې دي چې رسنیو او د دموکرات ګوند غړو جوړ کړي دي.

له بلې خوا د رویترز اژانس د چهارشنبې په ورځ د امریکایي او اروپایي چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې ویلي چې په تیرو څو اونیو کې امریکا داسې معلومات ترلاسه کړي چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي دي. خو روسیه او طالبان دا موضوع ردوي.