شاته

د ټرمپ د کورنۍ د رازونو بربنډونکي کتاب د چاپیدو اجازه ترلاسه کړه

د نیویارک ایالت د استناف محکمې د هغه کتاب د خپریدو او ویشلو اجازه ورکړه چې کیدای شي د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته ستونزې وزیږوي.

ټاکل شوې وه چې په روانه اونۍ کې د "له حده زیات او تل نابسیا: څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی ایجاد کړ" په نامه کتاب چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وریرې میري ترمپ، لیکلی بازار ته وړاندې شي، خو د نیویارک یوې محکمې په موقتي توګه د هغې خپریدل بند کړي وو.

د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ورور رابرت ټرمپ محکمې ته شکایت کړی و چې مري ټرمپ باید د کورنۍ موافقې ته پابنده پاته شي چې د کورنۍ د نورو غړو له موافقې او اجازې پرته د ټرمپ د کورنۍ په اړه کتاب ونه لیکي.

د سایمن او شوستر نشراتي موسسه چې د مري ټرمپ کتاب یې چاپ کړی د خپلې کورنۍ سره د مري ټرمپ د خصوصي موافقې نه خبره نه وه. دغې موسسې خوښي یې څرګنده کړې چې محکمې دې کتاب ته د خپریدو اجازه ورکړې ده.

د کتاب د خپرونکي په وینا ددې کتاب په زرګونو جلدونه د امریکا په ګوټ ګوټ کې کتاب پلورنځایونو ته انتقال شوي دي.

د میري ټرمپ مدافع وکیل تیودور بوتروس، چې دمخه یې ددې کتاب د خپریدو مخنیوی د امریکا د اساسي قانون د لمړۍ ضمیمې څخه څرګنده سرغړونه ګڼلې وه د نیویارک د استناف محکمې په نوې پریکړه خوښي څرګنده کړې ده.

ښاغلي بوتروس ویلي دي: "دغه کتاب په هغه کال کې چې ټاکل شوی انتخابات وشي مهمو مسایلو او د برحاله جمهور رئیس په هکله جدي عامه اندیښنې ته اشاره کوي، باید حتی یوه ورځ هم له خپریدو څخه پاته نه شي".

خو د رابرت ټرمپ مدافع وکیل چارلس هاردر، د میري ټرمپ او د هغې د کتاب د خپروونکي – د سایمن او شوستر نشرات – "واقعاً د غندنې وړ" ګڼلي او ویلي یې دي چې د خپل موکل د مشروع حق لپاره به ټولې قانوني لارې چارې ولټوي.

میري ټرمپ د دونالد ټرمپ د مشر ورور فرد ټرمپ، لور ده. فرد ټرمپ چې د عمر په وروستیو کلونو کې په شرابو معتاد شوی و په ۱۹۸۱ کال کې د زړه د دریدو په وجه مړ شو.

له دې دمخه د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د یاداښتونو کتاب خپریدلو جنجال رامنځ ته کړ چې د جمهور رئیس د یو لړ کارونو څخه یې پرده پورته کړې وه، خو محکمې د هغه د کتاب د خپریدو اجازه ورکړې