شاته

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: کرونا وبا تر بل هر وخت په چټکۍ خپرېږي

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه نوي خبرداري په ترڅ کې ویلي چې د کرونا وبا تر بل هر وخت په چټکۍ خپرېږي.

د کرونا ویروس د چټکې خورېدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې دا نړیواله وبا په تېره اوونۍ کې تر ټولو لوړ حد ته ورسېدله.

د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښیي چې په نړۍ کې په هره یوه ورځ شاوخوا ۱۶۰ زره نوې پېښې ثبت شوې.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې د کرونا ویروس څه باندې ۵۲ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې دغو نویو شمېرو امریکایي چارواکي اړ ایستي چې مخصوصاً په جنوب او لوېدیځو ایالتونو کې د رستورانتونو، بارونو او د لمبو او ځان ته لمر ورکولو لپاره سواحلو ته تګ بېرته بند کړي.

دا اقدام د جولای پر ۴مه چې د امریکا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د رخصتۍ ورځ ده، یو ناهیلې کوونکی ګام بلل کېږي.

په دې اړه پرون هم امریکایي چارواکو اندېښنه ښودلې وه چې که خلک په دې ورځ په پراخ ډول سره راټول شي، نو د ویروس د لا ډېر خورېدو وېره شته.

دغه‌راز داسې ښکاري چې په امریکا کې د کرونا ویروس ډېرېدو د ماسک د اغوستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ په دریځ کې بدلون راوستی دی.

ولسمشر ټرمپ له فاکس بزنس سره په یوې مرکه کې ویلي چې فکر کوي ماسک ښه دی.

ټرمپ ویلي: "خلک ما ویني چې یو ماسک اغوندم."

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د ماسک اغوستلو پر وړاندې د مقاومت له کبله تر انتقادونو لاندې وو، خو کله چې په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس نوې پېښې ډېرې شوې، ولسمشر ټرمپ د جولای پر لومړۍ نېټه وویل: "که چېرې زه له خلکو سره په نږدې واټن کې اوسېدلی وم، نو خامخا به مې اغوست."

په تګزاس کې پرون په یوه ورځ تر ۸۰ زره ډېرې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې او تر دې وروسته‌یې د فلوریدا او کالیفورنیا په څېر سواحلو ته د خلکو پر تګ بندیز ولګاوه.

د کالیفورنیا والي ویلي دا ویروس په داسې حد کې په پرله‌پسې ډول خورېږي چې د اندېښنې وړ دی.

اپل کمپنۍ هم اعلان وکړ چې د جولای پر دوهمه به په امریکا کې خپل ۳۰ نور پلورنځي وتړي چې نیمایي یې په کالیفورنیا کې دي.

په ټوله کې پرون په امریکا متحده ایالاتو کې ۷۰۰ کسان له دې ویروسه مړه شول او په دې سره له همدې ویروسه د مړو شمېر په امریکا کې ۱۲۸ زرو ته ورسېد.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې دوه میلیونه او ۷۰۰ زرو ته نږدې شوي دي.

برازیل تر امریکا وروسته د کرونا ویروس ډېر ځپلی دی چې پرون په‌کې له همدې ناروغۍ څخه د مړو مجموعي شمېره ۶۰ زرو ته ورسېده.

برازیل
برازیل

په همدې ورځ د مکسیکو د روغتیا وزارت د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د ټولو مړو شمېر په دې هېواد کې ۲۸،۵۱۰ تنه وښود.

هاخوا اروپایي ټولنې بیا له پرون راهیسې د یو شمېر هېوادونو پر مخ خپلې بهرنۍ پولې پرانیستې دي، خو د امریکا، برازیل او روسیې وګړي په هغه لېست کې شامل نه‌دي چې اروپایي ټولنې ته ورځي.