شاته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کرونا سره مبارزې لپاره نړۍ کې د جګړو درېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په نړۍ کې د جګړو د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه.

امنیت شورا ته د دې مبارزې لپاره فرانسې او جرمني مسوده وړاندې کړې وه.

امنیت شورا د ټولو غړو له موافقې سره سم پرېکړه وکړه چې لږترلږه د ۹۰ ورځو لپاره دې ټولې شخړې په نړۍ کې ودرېږي.

له جګړه‌مارو څخه د دې اوربند غوښتنه د دې لپاره شوې ده چې د بشري مرستو رسولو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.

د امنیت شورا په پرېکړه کې هغه جګړې شاملې دي چې په افغانستان، سوریه، یمن، لیبیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې روانې دي.

خو پر هغو عملیاتو بندیز نه‌دی لګول شوی چې د اسلامي دولت یا داعش او القاعده شبکې پر ضد روان دي.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفیر کریستوف هوزګین چې هېواد یې د امنیت شورا مهالنۍ مشري کوي دا پرېکړه وستایله او د هغو کسانو لپاره چې په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي هیله بخښونکې وبلله.

په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفیر کریستوف هوزګین
په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفیر کریستوف هوزګین

خو یو شمېر کتونکو د دې پرېکړه‌لیک پر اغېزمنتوب شک وکړ.

د امنیت شورا دا پرېکړه‌لیک د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش د مارچ د ۲۳مې نېټې د غوښتنې ملاتړ کوي چې له کرونا ویروس سره‌یې د مبارزې لپاره کړې وه.

ډیپلوماتان وایي، امنیت شورا وروسته تر دې پرېکړه وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو او چین د روغتیا د نړیوال سازمان په اړه خپل اختلافات په متن کې حل کړل.

واشنګټن له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د روغتیا پر نړیوال سازمان انتقاد کوي. د پرېکړه‌لیک په متن کې چین غوښتل چې د روغتیا نړیوال سازمان پر اهمیت ټینګار وشي.

په پایله کې په متن کې داسې ولیکل شول چې امنیت شورا ژمنه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د لارښوونو ملاتړ وکړي.

متحده ایالاتو په خپلې اعلامیه کې وویل، په داسې حال کې د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کوي چې د دې سند په متن کې پر دې ټینګار نه‌دی شوی چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د سمو معلوماتو ورکول ضروري دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې په میاشت کې ویلي و چې متحده ایالات به د روغتیا له نړیوال سازمان څخه ووځي. ټرمپ تور پورې کړی دی چې دا سازمان د چین پلوي کوي او د هغو ناسمو معلوماتو په خپرېدو کې یې برخه اخیستې ده چې د کرونا ویروس په اړه چین خپاره کړي دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان دا راپورونه رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تېر کال ډسمبر د چین په ووهان ښار کې پيدا شو او له هغه ځایه نورې نړۍ ته خپور شو.