شاته

چین: امریکا نه مو دغچ اخېستو دپاره څلورامریکایي رسنیو نه د کارمندانو ملومات غوښتي

چین د امریکا څلورو خبري ادارو نه غوښتلي چې په دغه هیواد کې دې د خپلوعملیاتو په اړه تفصیلات وړاندې کړي.د رائټرز د رپوټ ترمخه چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ګام یې د امریکا لخوا د چین د رسنیو په وړاندې د اقداماتو غچ اخېستو په توګه پورته کړې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان د شورو – چهارشنبې په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې اسوسیټیډ پریس (اې پي) ، یوپي ایي ، سي بي ایس ، او این پي ار ریډیو د دې خبرې ضروت لري چې په اوو ورځو کې دننه په چین کې د خپلو کارکوونکو ، مالي چارو او املاکو په اړه معلومات تیار کړي.

ژاو لیجیان وویل:” موږ په امریکا زور ورکو چې سمدلاسه خپله تګلاره بدله کړي ، خپله غلطې سمه کړي ، د سیاسي فشارونو او د چین په رسنیو د غیر معقول بندیز نه دې ډډه وکړي“.

امریکا او چین د یو لړ مسلو له وجې د زیاتیدونکي کړکیچ سره مخ دي په دغه کې د کرونا وایرس، هانګ کانګ او خبریالانو پرضد یو لړ انتقام اخیستونکو ګامونه شامل دي.

تېره میاشت امریکا ویلي وو چې دوی به د چین د څلورو لویو حکومتي رسنیو سره د بهرني سفارتونو په توګه چلند پیل کوي. ددغه درجه ورکولو سره بیا رسنۍ هم مجبوره وي ترڅو د خپلو کار کوونکو او جائداد رپوټ ورکړي. واشنګټن د روان کال په سر کې هم دغسې ګامونه پورته کړي وو.

مارچ په میاشت کېچین د نیویارک ټایمز ، وال سټریټ جرنلاو د واشنګټن پوسټ نږدې یو درځن امریکایی خبریالان د ملک نه د ویستلو امر کړی و.او په دغه وخت یې ددغه رسنیو نه علاوه د وایس اف امریکا او ټائم میګزین نه وغوښتل چې په چین کې د عملیاتو په اړه تفصیلات ورکړي.

چین دغه ګام د واشنګټن لخوا په امریکا کې د چین په څلورو لویو حکومتي رسنیو کې د کار کولو اجازه لرونکو خبریالانو شمېر کمولو وروسته اخیستې وو.

د رائټرز ترمخه ای پي ، این پی ار ، سی بی ایس او یو پی ايي سمدلاسه د نظر ورکولو دپاره د هغه غوښتنو ته ځواب ونه وویل.

د می په میاشت کې واشنګټن د چین خبریالانو دپاره د ویزې موده د نوی ورځو پورې محدوده کړه. تر دې وړاندی به دغهډول ویزې دا وخت په احساب به عموما خلاصې وی.