شاته

وایټ هاوس په استخباراتي چارواکو د افغانستان په اړه د معلومات افشا کولو الزام لګوي

وایټ هاوس په استخباراتي چارواکو الزام لګوي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو د انعامونو ورکوولو روسي پروګرام په اړه معلومات یې د وخت نه مخکې په داسې حال کې افشا کړل چې په دې خبره لا اتفاق نه و شوی چې ایا روسي پروګرام په حقیقت کې هم کوم خطر پېدا کړی و او که نا؟

د وایټ هاوس ترجمانې کېلی مېک اينېني د نهې، سه شنبې، په ورځ په خبري غونډه کې په هغو استخباراتي مامورینو تنقید وکړو چې د هغې په وېنا په غیرقانوني توګه یې د معلوماتو څرګندولو له امله د امریکايي ځواکونو ژوندونه د خطراتو سره مخامخ کړل.

ترجمانې د دې خبرې دفاع هم وکړه چې په افغانستان کې د روس انعامي پروګرام په اړه صدر ډانلډ ټرمپ ته معلومات ځکه نه وو ورکړی شوي چې په دې اړه د استخباراتي اطلاعاتو تصدیق نه و شوی.

د خبري غونډې په شروع کې مېک اينېني په نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم نیوکی وکړې او وې وېل چې د روس انعامي پروګرام په اړه د معلوماتو افشا کېدو په نتیجه د امریکايي استخباراتي ادارو د سرچینو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي دي او په اینده کې به څوک د امریکې استخباراتي اداره سره د کار کوولو نه ډډه کوي ځکه چې دا ویره به ورسره وي چې د دوی شناخت به بالاخر څرګندېږي.

نیویارک ټایمز تر ټولو لومړی دا خبر شایع کړی و چې روس په افغانستان کې وسله والو ته د امریکايي عسکرو د وژلو په سر د انعامونو ورکولو پروګرام لرلو او داسې ګمان کیږي چې په دې لړ کې ځینو وسله والو پېسې ترلاسه کړي هم وي.

نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې ویلي چې تېر کال په افغانستان کې د ۲۰ پورې امریکايي عسکر وژل شوي خو دا نه ده معلومه چې آیا په دې کې کومې حملې د روسي انعام په غرض شوي دي؟

روس او طالبانو د نیویارک ټایمز رپورټ رد کړی دی. په واشنګټن کې د روس سفارتخانې ویلي د نیویارک ټایمز د خبر له امله یې د سفارتکارانو ژوند د خطر سره مخامخ شوی دی او طالبانو ویلي هیڅ کومې استخباراتي ادارې سره دا ډول رابطه نلري.

وایټ هاوس د کانګرس غړو ته هم د روسي پروګرام په اړه معلومات ورکړي دي خو د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ د کانګرس غړي د وايټ هاوس د غوڼدې نه احتجاجاً ووتل چې دوی د حکومت د خبرو نه مطمین نه دي.

د استخباراتي معلوماتو د افشا کېدو په باره کې د وایټ هاوس ترجمانې کېلی مېک اينېني وویل د دې په نتیجه کې ملک کمزوری کېږي.

نیویارک ټایمز د نهې، په ورځ په افغانستان کې د روسي پروګرام په اړه په اضافي رپورټ کې د دریو مامورینو له قوله وویل چې امریکايي استخباراتي چارواکو داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې ښايي روسي پوځې استخباراتي ادارې د بېنک اکاونټ نه په لویه شمېره کې پېسې د طالبانو سره تړلې بېنک اکاونټ ته تللي دي.

صدر ټرمپ ویلي چې هغه ته د روسي پروګرام په اړه معلومات نه وو ورکړی شوي.

د نیویارک ټایمز ترڅنګ د امریکې سي اېن اېن ویلي د دروسمي پروګرام څه تفصیل د فېبرورۍ په میاشت کې په هغو استخباراتي معلوماتو کې شامل کړی شوی و چې خلاصه یې هره ورځ صدر ته ورکړی کیږي. نور رپورټونه وايي صدر ته لیکل شوي معلومات هم ورکړی شوي وو.

د حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ غړو د روس په اړه د معلوماتو په سر په صدر ټرمپ تنقید کړی او وايي پکار ده چې صدر ټرمپ په عملي ګامونه اخیستلي وو. خو وايټ هاوس او د واکمن ډېموکریټک پارټۍ ځينې غړي د صدر دفاع کوي.

د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان ترجمان ویلي د ابتدايي استخباراتي معلوماتو د تصدیق په لړ کې یې کوم اضافي شواهد نه دي ترلاسه کړي خو په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د تحفظ دپاره یې ګامونه اخیستې دي.