شاته

پاکستان د پولیو ضد نړیوال پروګرام ته باور ورکړی چې د پولیو خلاف هلو ځلو کې به چټکتیا راولي 

پاکستان کې د صحي چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړي مرستیال ډاکټر ظفر مرزا د پولیو د څارنړيوالې ادارې اېي بي ایم ته باور ورکړی چې په ملک کې د پولیو د مخه نیولو لپاره يې کوارډینیټران بیا په پروګرام شامل کړی دي ځکه چې دوی په منظمه توګه هلې ځلې وړاندې بوتلی شي.

د پاکستان ډان ورځپانې ترمخه ډاکټرظفر مرزا زیاته کړه چې د کال دوه زره نولسم د دسمبر د میاشتې راهسې په سیاسي کچه هم رابطې سیوا کړل شوي دي.

د پولیو د څار نړیواله اداره ايي بي ایم د نړیوالو مرستندویه ادارو نمائندګي کوي. او هر شپږ میاشتې پس د ملکونو په اړه خپل رپورټ خپوروي.

کال دوه زره دوولسم د نومبر په میاشت کې ايي بي ایم په پاکستان د سفري بندیزونو وړاندیز کړې وو. او په کال دوه زره څوارلسم د مئ په میاشت کې لازمي کړل شو چې د پاکستان نه بهر تلونکی هر وګړی به د پولیو ویکسین خوري.

ډاکټر ظفر مرزا د ویډیو کانفرانس د لارې د غونډې ګډونوالو ته وویل چې کال دوه زره نورلس د اکتوبر په میاشت کې د ايي بي ایم غونډه کې څلور ټکې په ګوته کړل شوي وو. غیرفعاله ډلې یا ټیمونه، پروګرام باندې سیاست کول، ټولنیزه ناباوري او د پروګرام فعالیت څلور ستونزې په نخښه شوې وې. ډاکټر مرزا زیاته کړه چې خپل ترجیحات یۍ بیا ترتیب کړي دي او کال دوه زره شلم به یو انتقالي کال وي او بیا کال دوه زره یۍ حدف ټاکلې چې د پولیو د خوریدلو مخه ونیول شي.

پاکستان کې د صحي چارو په اړه د وزیراعظم سلاح کار وویل چې دوی په بیله بیلو علاقو کې په خلکو ځان پوهوي او د دوي سره په ازاد ماحول کې خبرو اترو د لارې ګټه ور معلومات ترلاسه کوي. دوي زیاته کړه چې خپلې هلې ځلې یې د یونین کونسل تر حده لاندې کچې ته رسولې دي او وس کولې شي چې د لارو کوڅو ستونزې واوري او په جماتونو او حجرو کې خلک د ځان سره ملګري کړي.

ډاکټر مرزا غونډې ته وویل چې د پولیو وائرس دا وخت په ټول پاکستان کې موجود دې او د پولیو د وائرس بیا رامخې ته کیدل د کال دوه زره اتلسم په اخري ورځو کې شورو شوې وو. او دې وښودل چې پاکستان کې ترلاسه شوې ګټې څومره کمزورې وې. دوي وویل د انتقالي پولیو وائرس نه پاکې د خیبر پوښتونخوا جنوبي او د مرکزي سند علاقو کې د وائرس په اړه هلې ځلې مناسب نه وې.

ډاکټر ظفر مرزا ویلي دي چې دوي د خپلو ناکامو نه زدګړه کړې ده او خپلو هلو ځلو کې یې انتظام راوستې او د خپلو صلاحیتونو نه به ښې ګټې پورته کوي. ده وویل چې د کویډ نائنټین خلاف د هلوځلو په وجه هم دي لا نوره خپله پوهه سیوا کړې او کله چې د پولیو مهم په هیواد کې پیل کړي نو دا ځل به د دې ډیرې ښې نتیجې رامخې ته شي.

ډاکټر ظفر مرزا د ايي بي ایم غړو ته ویلي دي چې صحي ډلې اراده لري چې د دې کال تر اخره پورې به د ویکسین د لارې د پولیو وائرس ځنګلي قسم یا وائلډ وائرس مخه ونیول شي او په دې اړه د افغانستان سره په ګډه به کار کوي.

د پولیو د مخنيوي لپاره قامي منتظم ډاکتر رانه صفدر ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې دوي ايي بي ایم ته باور ورکړې چې د پولیو د مخنیوي لپاره ټول مناسب ګامونه پورته کوي او د څار د ادارې به څه هم نه پټوي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د جنوبي وزیرستان د دوه څلویښتو میاشتو ماشوم د پولیو وایرس وهلی. د دې وروستۍ پیښې سره په پاکستان کې سږکال د پولیو د پیښو شمار شپږ پنځوستو ته رسیدلې دې.