شاته

د کووید۱۹واکسین تولیدونکي د ښیښه یي بوتلونو له کمښت سره مخ دي

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کروناویروس د واکسین پراخ تولید لپاره هڅې روانې دي، ددې واکسین تولیدونکي د واکسین د زیرمه کولو، ساتنې او انتقال لپاره د ښیښه یي بوتلونو له کمښت سره مخامخ دي.

د کروناویروس د وبا د خپریدو څخه د اوو میاشتو په تیریدو سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پوهان ددې وبا د مخنیوي لپاره د واکسین د تولید په هڅه بوخت دي. تر اوسه لږ تر لږه د کروناویروس ۱۴۰ واکسینونونه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې تر کار لاندې دي، خو د ګوتو په شمیر یې پر انسان باندې د ازمویلو مرحلې ته رسیدلي دي.

یواځې یو ګټور او ښه واکسین ته لاس رسی ستر ازمیښت ندی، بلکه د هغې تولید، بسته بندي، زیرمه کول، ساتنه او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د هغې انتقال هم له ګڼو ستونزو ډک کار دی. د نړۍ ټول نفوس ته د واکسین د سراسري او عادلانه ویش او تطبیق لپاره د اوو میلیاردو څخه تر ۱۵ میلیاردو پورې د واکسین بوتلونو ته اړتیا ده.

دغه طبي کوچني ښیښه یي بوتلونه چې د پیچکاریو او واکسین لپاره جوړیږي ژر ماتیږي او تولیدونکي شرکتونه په یو وار په زیاته اندازه دغه بوتلونه تولیدولی نشي او نه یې هم زخیره کوي بلکه د اړتیا له مخې او د واکسین د تولید تر وروستۍ شیبې ورته وار کوي.

په هغه صورت کې چې تر ازموینې لاندې واکسینونو څخه یو یې ګټور ثابت شي او پراخ تولید یې پیل شي د هغې سره جوخت به په میلیاردونو ښیښه یي بوتلونو ته هم اړتیا وي.

ددې ستونزې د حل لپاره د امریکا په متحده ایالاتو کې د تکنالوژۍ یو شرکت یو ډول پلاستیکي بوتلونه جوړ کړي چې داخلي جدار یې د سلیکان په یوې نازکه پردې پوښل شوی دی.

دغه کوچنۍ پلاستیکي محفظې ماتیدونکې ندي او کیدای شي واکسین په کې په ارام خاطر ځای پر ځای او لرې پرتو ځایونو ته انتقال شي.

د کروناویروس وبا چې لومړی ځل د تیر کال په دسمبر کې د چین د ووهان ښار څخه پیل شوه د چهارشنبې تر سهاره د جولای تر لومړۍ نیټې پورې په نړۍ کې پرې لس نیم میلون کسان اخته شوي او تر اوسه څه دپاسه ۵۱۲ زره کسان ددې ویروس له کبله مړه شوي دي.