شاته

ایراني رسنۍ: ایران د هوايي بریدونو لپاره ډرون جوړ کړی

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی چې تهران د هوايي بریدونو لپاره ډرون یا بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې ده.

د رسنیو په دغه رپوټونو کې راغلي دي چې ایران دغه بې پیلوټه الوتکه د هغه امریکايي ډرون الوتکې په شان جوړه کړې ده چې پنځه کاله مخکې د افغانستان نه د ایران فضا ته داخل شوې وه.

د ایران نیمه دولتي آژانس تسنیم ویلي دي چې په ایران کې جوړ شوی ډرون صاعقه نومول شوی دی. دغه خبره آژانس ویلي دي چې په ایران کې جوړ شوی ډرون کولای شي څلور نښې په رهبري شوي راکټونو، چې «دقیقه نښه» ولي، په نښه کړي.

د تسنیم خبرې آژانس ویلي دي چې دغه ډرون په ایران کې دننه جوړ شوی دی او د امریکا د ډرون نه کاپي شوی دی چې د ۲۰۱۱ کال د ډیسمبر په میاشت کې په ایران کې راغورځول شوی و.

دغه خبرې آژانس خبر ورکړی دی چې دغه نوی ډرون د هغه بې پیلوټه الوتکو په کتار کې راځي چې ایران یې د پوځي او ملکي مقاصدو لپاره جوړوي.

تراوسه پورې امریکايي چارواکو د تسنیم د خبرې آژانس د دغه رپوټ په اړه څه نه دې ویلي.

په ۲۰۱۲ کال کې، د ایران رسنیو د ایران د یو جګپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی و چې هغه معلومات چې د راغورځول شوی امریکايي ډرون نه ترلاسه شوي وو دا ښووله چې ډرون په پاکستان کې د اسامه بن لادن د ځاي په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره استعمال شوی و.