شاته

د افغان پوځ د توغندیو برید په هلمند کې ملکیان وژلي - یوناما

یوناما وايي چې ابتدايي او بېطرفه موندنې یې ښيي‌ چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تېرې ورځې ملکي تلفات د افغان ځواکونو د توغندیو بریدونو له کبله وو.

یوناما د سه شنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې بېلا بېلو سرچینو ورته ویلي چې افغان پوځ د طالبانو د توغندیو د برید په ځواب کې توغندي وار کړي چې هدف یې نه دی وېشتی او په ولسي خلکو غورځېدلي.

افغان چارواکي وايي چې په دغه برید کې شاوخوا ۲۳ ولسي خلک چې ماشومان هم په کې دي وژل شوي دي.

یوناما داسې مهال په هلمند کې په ملکي تلفاتو افغان ځواکونه ګرم بولي چې افغان چارواکي وايي برید طالبانو کړی دی.

د هلمند ولایت تېره ورځ له پېښې وروسته په یوې اعلامیې کې وویل :"نن سهار شاوخوا نهه بجې د سنګين ولسوالۍ زوړ بازار سيمه کې پر دوديز ميله بازار د دښمن لخوا لومړی څلور توغنديز بريدونه شوي ورپسې همالته موټر کې ځای پر ځای شويو توکو چاودنه کړې ده چې په ترڅ کې يې د ولسي سرچينو د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ دوه وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۳تنه ملکي وګړي شهيدان او شاوخوا ۱۵تنه نور زخميان دي."

طالبان وايي توغندي دوی نه دي‌ وار کړي.

په همدې حال کې یوناما د جګړې له دواړو غاړو غوښتي دي چې په ولسي ګڼ مېشتو سیمو کې جګړې ودروي. یوناما وايي دا ډول جګړې هرکال زرګونه ولسي خلک وژني او ټپي کوي.

یوناما وايي د هلمند د سنګین د دغې پېښې په اړه به وروستي معلومات دقیق او خپاره کړي، خو له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه د پلټنو لپاره یوه ډله وټاکي.