شاته

په امریکا کې کرونا په تېزۍ خوريږي او د قابو کولو هڅې يې هم تندي دي، خو د وبا ختمېدو امکان لا نشته

په امریکا کې د صحت د چارو کار پوهان وايي په امریکا کې د کرونا وايرس په تېزۍ سره خوريږي او په ډېرو ځايونو کې د دې وايرس د قابو کولو هڅې هم روانې دي.

خو د صحت د نړیوالې ادارې مشر ټېډرس اېډانوم ګيبريسس ويلي د کرونا وبا ختمېدو ته نزدې هم نه ده او لا نوره پسې خوریږي.

په نړۍ کې دا وخت د کرونا وايرس پېښې د يو کروړ 30زرو نه سېوا شوي او د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه پينځه لکه55زره پينځه کسان يې مړه کړي دي.

د کرونا وايرس تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا کې مخې ته راغلي دي.

په امریکا کې 25لکه 90 زره552 کسان په دې وایرس اخته شوي او يو لک 26زره 140 ترې ښه شوي دي.

په امریکا کې د ناروغتياګانو د قابو کولو د مرکز ډاکټرې اېن شوچېټ ويلي، په امریکا کې دا وايرس اوس هم ډېر زیات دي او دا د خفګان خبره ده.

هغې ويلي په امریکا کې د کرونا نوې پېښې راروانې دي او نوې پېښې زر هم نه پېژندل کيږي.

هغې ویلي په ملک کې خلک خوشبينه دی چې په ګرمۍ کې به دا ختم شي هر څه به سم شي خو دا چې دا به مونږ ختم کړو مونږ له د دې خاتمه پېل کړې نه ده.

هلته بيا د صحت د نړیوالې ادارې مشر ويلي ډېرو هېوادونو کرونا قابو کړې او د خورېدو زور يې ورله کم کړی خو دا وبا يې په بشپړ ډول ختم کړې نه ده او ځینو ملکونو چې ټولبند ختم کړو کاروبارونه يې بيرته پرانسته هلته دا وايرس بيا خورېدل پېل شو.

هغه ويلي حقيقت دا دی چې دا وايرس لا د ختمېدو نوم نه اخلي.