شاته

د سټاک اېکسچېنج د وژل شوي پښتون ساتونکی زوی وایي" مونږ هم په تمه ؤ چې څوک به مو تپوس وکړي خو داسې پاتې شو"

په کراچۍ کې په سټاک اېکسچېنج په وسله وال بريد کې د سټاک اېکسچېنج د یو وژل شوي ساتونکي تعلق د خېبرپښتونخوا د کوز دير سره ؤ، د هغه زوی وايي پلار يې قرباني وکړه او دوی په تمه ؤ چې حکومت يا څوک حکومتي تن به د دوی د پلار نوم هم واخلي چې هغه قرباني ورکړه خو چا يې څه ونه ويل.

په کراچۍ کې د پاکستان سټاک اېکسچېنج (ونډو د بازار) په مرکزي ودانۍ پرون د ګل/ په ورځ وسله وال بريد شوی ؤ.

د پوليسو په وېنا په دغه بريد کې څلور بريد کوونکي، يو پوليس افسر او درې د سټاک اېکسچېنج ساتونکي وژل شوي وو.

د سټاک اېکسچېنج په وژل شوؤ ساتونکو کې د افتخار احد تعلق د خېبرپښتونخوا د کوز دير اوچ سره ؤ.

د افتخار واحد زوی 18 کلن ارسلان واحد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل دوی د پخوا راهسې د سټاک اېکسچېنج سره نزدې جوختې پرتې ابادۍ رېلوی کالونۍ کې اوسيږي او د کلي سره يې اوس هم تګ راتګ شته.

هغه وويل " د پلار عمر يې شپېته کالو ته نزدې ؤ او په شخصي کمپنۍ کې يې د ساتونکي په حېث د 10 کالو راهسې نوکري کوله او دا ټوله موده يې هم په سټاک اېکسچېنج ډيوټي کړې ده".

هغه وويل " پلار يې دوه ورځې وروسته د دې کار نه ريټايرډ کېدو خو پرون په بريد کې ووژل شو".

د ارسلان په خبره " پلار يې د علاقې خلکو او خپلوانو خاورو ته سپارلی، چا حکومتي تن پکې ګډون نه دی کړی يواځې د ساتونکې کمپنۍ يو مشر ورته ويلي مرسته به يې وکړي نور يې چا نوم هم نه دی اخستی".

هغه زياته کړه دوی هم تمه لرله چې پلار يې قرباني ورکړې د خپل دندې څخه نه دی په شا شوی حکومت به یې تپوس وکړي خو چا يې هم تپوس نه دی کړی.

هغه وويل کور يې خپل دی خو چې په کومه علاقه کې دی ويل کيږي چې دا رېلوی ځمکه ده او دا ابادي به ختمولی شي نو که دا ابادي د مينځه ځي دوی به بې کوره شي.

د ارسلان په وېنا " پينځه تنه وروڼه خوېندې دي مشر ورور يې معذوره دی د پلار په 17 زره روپۍ تنخواه يې د کور ګوزاره روانه وه".

دا ځوان وايي په 12م ټولګي کې سبق وايي کله کله به يې مزدري کوله د پلار سره به يې لاس کولو او د پوليس د نوکرۍ دپاره يې خواست هم کړی ؤ، د کوم چې ورته تراوسه ځواب نه دی شوی.

هغه وويل " اوس به کيږي؟ نه دی خبر، چې د کور خرڅ خوراک به يې څنګه چلیږي".

خو دغه ځوان وايي که نور څه نه وي چې حکومت ورته سرکاري نوکري ورکړي يو څه ګوزاره به يې روانه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.