شاته

وایټ هاوس وايي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په سر د روس د انعامي پروګرام په اړه د معلوماتو تصدیق نه و شوی

وایټ هاوس په دې اړه دفاعي دریځ خپل کړی چې ولې صدر ډانلډ ټرمپ ته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په سر د روس د انعامي پروګرام معلومات نه وو ورکړی شوي.
بلخوا د کانګرس یو شمېر غړو غوښتلي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو طالب وسله والو ته د روس د انعامونو ورکولو په سر دې د روس خلاف ګامونه پورته کړی شي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ‌ د خبري غونډې په مهال د وایټ هاوس ترجمانې کېلی مېک ايي نېني نه پوښتنه وشوه چې صدر ټرمپ ته د روسي پروګرام په اړه معلومات ولې نه وو ورکړی شوي؟ نو هغې وویل صدر ته د رسېدو نه وړاندې د استخباراتي معلوماتو تصدیق کېږي او د روسي پروګرام په اړه د معلوماتو تصدیق نه و شوی.

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یو رپوټ کې وویل امریکايي استخباراتي مامورینو داسې معلومات تر لاسه کړي چې ښايي په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو پوځیانو د وژلو پر سر به روس د طالبانو سره تړلو وسلوالو ته انعامونه ورکول. ورځپاڼې وویل د روس یوه ډله چې په یورپ کې د هدفي وژنو ‌ذمه واري یې په غاړه لرله په افغانستان کې د امریکایانو د وژلو په سر د انعامونو ورکولو مسولیت یې لرلو.

صدر ټرمپ د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل چې د امریکايي عسکرو د وژلو په اړه د روسي پروګرام معلومات ورته نه وو ورکړی شوي. ټرمپ د نیویارک ټایمز رپوټ بې بنیاده وبللو او په ټویټر یې ولیکل: "هیچا ما ته، نایب صدر پېنس ته، او یا (د وایټ هاوس) چیف آف سټاف مارک مېډوز ته په افغانستان کې د روسانو لخوا زمونږ پر عسکرو، د چا په خبره، د حملو حال ندی راکړی او نه یې راته ویلي دي."

ټرمپ زیاته کړه چې دغه خبره د یوې "نامعلومې ذریعې" له قوله د نیویارک ټایمز اخبار (چې ټرمپ ورته فېک نیوز یا جعلي اخبار وایي) خپره کړې ده او "هر څوک یې رد کوي

نیویارک ټآیمز د دوو مامورینو له قوله د ګل، دوشنبې، په شپه په خپل رپورټ کې وویل چې په افغانستان کې د روسي پروګرام په اړه معلومات د فېبرورۍ په میاشت کې په هغو استخباراتي معلوماتو کې شامل وو چې هره ورځ صدر ته ورکول کیږي.

روس او طالبانو د امریکايي عسکرو په سر د انعامونو رپورټ رد کړی دی.

په واشنګټن کې د روس سفارت د ټویټر دلارې د نیویارک ټایمز رپوټ رد کړی او غوښتنه یې کړې چې داسې جعلي خبرونه دې نه خپروي ځکه چې وایي دا ډول خبرونه یې د سفارتکارانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي

طالبانو هم د شنبې- خالي په ورځ په خپل یوه بیان کې د نیویارک ټایمز په رپوټ کې شوې دعوې رد کړې دي او وایي چې په نولس کلنه جګړه کې د هیڅ یوې استخباراتي ادارې او کوم بهرني هېواد د احسان پوروړي نه دي. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي:

"اسلامي امارت په نولس کلن جهاد کې له هغو وسلو، امکاناتو او وسائلو څخه ګټه اخیستې چې لا وختي په افغانستان کې موجود وو او یا یې وخت په وخت له مقابل لوري نه د جنګ په جریان کې په غنیمت نیولي دي".

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د قامي استخباراتي ادارې مشر جان رېټکلېف، د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین او د وایټ هاوس چيف اف سټاف مارک مېډوز کانګرس د استازو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز اتوو غړو ته د روسي پروګرام په باره کې د تړل شویو دروازو په شا معلومات ورکړل.

د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای مشرې جینا هېسپل او رېټکلېف مطبوعاتو ته د روسي پروګرام په اړه د خفیه معلوماتو د افشا کېدو غندنه وکړه.

د کانګرس دوو غړو چې د روسي پروګرام په اړه ورته معلومات ورکړی شوو په یو بیان کې یې وویل که چېرې د روس په اړه دغه معلوماتو تصدیق شي نو د امریکې حکومت نه به غوښتنه کوي چې د صډر ولادېمېر پوټن حکومت خلاف دې په بیړنۍ توګه سخت ګامونه واخیستل شي او احتساب دې یې وشي.

د واک من ريپبلېکن ګوند ترڅنګ به د وايټ هاوس چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ د حزب اختلاف ډېموکریټک پارټۍ غړو ته هم معلومات ورکوي.

واشنګټن ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۰ پورې په افغانستان کې ۲۸ امریکايي عسکر وژل شوي چې پکې هغه عسکر هم شامل دي چې د افغان ځواکونو په دریشۍ کې حمله کوونکو وژلي چې پې د طالب وسله وال شک کیږي.

واشنګټن پوسټ وايي د امریکايي عسکرو د وژلو په اړه د روسي پروګرام په اړه لومړي معلومات په افغانستان کې د امریکې خصوصي ځواکونو ترلاسه کړل او بیا یې سي ايي ای تصدیق وکړو.

روس او طالبانو د امریکايي عسکرو د وژلو په سر د انعامونو رپورټونه رد کړل. د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل طالبان هیڅ استخباراتي ادارې سره هم داسې ډول روابط نلري او په نیویارک ټایمز یې د طالبانو د بدناموولو الزام ولګوولو.

په واشنګټن کې د روس سفارتخانې وویل نیویارک ټایمز بې بنیاده خبر خپور کړی او په واشنګن ډي سي او لندن کې د روسي سفارتونو د مامورینو ژوند ته یې خطر پېښ کړی دی.