شاته

د پامپیو او ملا برادر آنلاین ملاقات – د خبرو مهم ټکي یې څه و؟

طالبان وایي چې د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د ویډیوکنفرانس له لارې خبرې کړي او د افغانستان د امن پروسې په اړه د نورو موضوعاتو ترڅنګ، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په وتلو یې هم بحث کړی دی.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي چې پامپیو او ملا برادر د ګل/دوشنبې په ماښام د ویډیوکنفرانس له طریقه خبرې وکړې او په کې د شاهین له قوله، پامپیو له طالبانو غوښتي دي چې په افغانستان کې دې په تشدد کې کمی راولي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند په حواله، ملابرادر د امریکا خارجه وزیر ته ویلي چې په افغانستان کې حکومتي عسکر د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ګني نوې پوستې جوړي او د طالبانو له سیمو نه پوځي کاروانونه تېروي، چي د طالبانو په وینا دا کارونه "د حملو د زیاتوالي سبب ګرځیدلی دی."

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) شورا وایي چې د فرورۍ میاشتې راهیسې، طالبانو د هېواد په مختلفو برخو کې په اوسط ډول هره ورځ ۴۴ حملې کړې چې له امله یې په ورځ کې کم از کم ۲۴ عام وګړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

بل پلو د افغانستان د بشري حقونو کمېشن رپوټ ورکړی چې د حکومتي عسکرو او طالبانو لخوا د تشدد له امله، یوازې په تېره هفته کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، کم از کم ۳۷ عام خلک وژل شوی او ۵۷ نور زخمیان شوي دي.

طالبانو اوس له خارجي قواوو سره ډزبندي کړې او یوازې له افغان عسکرو سره جنګیږي
طالبانو اوس له خارجي قواوو سره ډزبندي کړې او یوازې له افغان عسکرو سره جنګیږي

طالبانو د نهي/سې شنبې په ورځ په داسې حال کې د مایک پامپیو او ملا برادر ترمنځ د ویډیویي کنفرانس خبر ورکړی چې په واشنګټن کې د افغانستان د جنګ په حواله، د نیویارک ټایمز اخبار او نورو رسنیو وروستیو رپوټونو، پراخ بحثونه راپارولي دي. په دې رپوټونو کې دعوه شوې ده چې روسانو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو پر سر طالبانو ته انعامونه پېش کړي و، او دا خبره استخباراتو ټرمپ ته رپوټ کړې وه، خو وایټ هاوس وایي چې ټرمپ ته په ذاتي ډول په دې اړه رپوټ نه و ورکړل شوی.

تر اوسه نده معلومه چې د امریکا د خارجه وزیر مایک پامپیو او د طالبانو د نایب صدر ملابرادر تر منځ وروستیو خبرو کې دا د روس د انعامونو مسئله به هم یاده شوې وي او که نه.

همدا راز د طالبانو د نایب مشر او د امریکا د خارجه وزیر د ویډیوکنفرانس خبر په داسې حال کې مخې ته راځي چې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د ازبکستان، پاکستان او قطر په دوره تللی دی.

تمه ده چې بین الافغاني مذاکرات د جولائي په میاشت کې پیل شي، خو طالبان وایي چې د بندیانو د خلاصون ځنډېدل د بین الافغاني مذاکراتو خنډ پاته شوی دی. افغان حکومت تر اوسه ۳۵۰۰ طالبان خوشې کړي او طالبانو تر اوسه د حکومت ۷۰۰ کسان آزاد کړي دي. طالبان تمه لري چې حکومت د دوی پنځه زره بندیان آزاد کړي.

طالبان وایي چې تر اوسه یې د حکومت ۷۰۰ له خپلو جېلونو آزاد کړي دي
طالبان وایي چې تر اوسه یې د حکومت ۷۰۰ له خپلو جېلونو آزاد کړي دي

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د ویاند په بیان کې یوه بله اهمه خبره هم راغلې او هغه له امریکا څخه د یو داسې کس د خوشې کولو غوښتنه ده چې یو مهال په افغانستان کې د مخدره موادو یو لوی کاروباري ګڼل کېده. سهیل شاهین ویلي، ملابرادر آخند د امریکا له خارجه وزیر نه غوښتي چې امریکا دې حاجي بشر له بنده راخوشې کړي. حاجي بشر نورزی اوس مهال په ګوانتانامو کې له امریکاییانو سره بندي دی. امریکایي چارواکو تر اوسه د طالبانو د دې غوښتنې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د نهې په ورځ دا خبر هم ورکړی چې ملابرادر او ملګرو یې د افغانستان دپاره د ایران له خاص استازي محمد ابراهیم طاهریان سره په دوحه کې ملاقات کړی، د امن د پروسې او نورو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.