شاته

عمران خان:په سټاک اېکسچېنج حمله کې هندوستان ککړ دی

وزیراعظم عمران خان ویلي په کراچۍ کې په سټاک اېکسچېج حمله کې د هندوستان لري.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه عمران خان د نهې، سه شنبې، په ورځ قومي اسمبلۍ ته د هغه په قول وویل په دې کې هیڅ شک نشته چې هندوستان په کراچۍ کې هغه کار کول غوښتل کوم چې په ممبۍ کې شوی و.

د عمران خان اشاره په کال ۲۰۰۸ د هندوستان په ممبۍ ښار کې حملې ته وه چې پکې د یوسل او شپېتو نه زیات کسان وژل شوي دي. د امریکې سي این این ټېلې وژن د حملې په اړه په خپل رپورټ کې لیکلې چې په ممبۍ کې د لسو واړو حمله کوونکو تعلق په پاکستان کې میشته د لشکر طیبه وسله والې ډلې سره و، نهه حمله کونکي هندي پولیس ووژل او یو وسله وال چې ژوندی نیول شوی و هغه ته په کال ۲۰۱۲ کې تېزندي کړی شو.

د ډان د رپورټ ترمخه عمران خان قومي اسمبلۍ ته وویل چې په کراچۍ کې د حملې دلارې هندوستان غیر یقیني حالات پیدا کول غوښتل. عمران خان د پولیس او د سټاک اېکسچېنج د محافظینو ستاینه وکړه چې د هغه په قول د هندوستان د بې ثباتۍ منصوبه یې ناکامه کړه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د عمران خان په خبرو دهندوستان عکس العمل د دې رپورټ د ریکارډ کېدو پورې مخې نه ته و راغلی خو د هندي مطبوعاتو ترمخه هندوستان د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان په سټاک اېکسچینج حمله کې د هندوستان د ککړتیا الزام ردکړی. رپورټونه وايي شاه محمود قریشي د ګل، دوشنبې، په ورځ د کراچۍ په حمله کې د هندوستان لاس لرلو خبره وکړه.

د هندوستان ټریبیون ورځپاڼې ترمخه د هندوستان خارجه وزارت ترجمان انوراګ سري وستاوه وویل د شاه محمود قرېشي الزام بې منتقه دی، هندوستان هرځای د ترهګرۍ غندنه کوي او پاکستان دې د خپلو کورنیو مسلو الزام په هندوستان نه لګوي. د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان وویل د پاکستان وزیراعظم عمران خان نړیوال ترهګر شهید بلي، چې په قومي اسمبلۍ کې د عمران هغه بیان ته اشاره ده چې هغه پکې د القاعده وژل شوي مشر اوسامه بن لادن ته شهید ویلي وو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په کراچۍ د کې د سټاک اېکسچیج په ودانۍ حمله کې څلور وسله وال، درې امنیتي عسکر وژل شوي او اووه نور کسان زخمیان شول.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه بلوچستان لېبرېشن ارمې نومې وسله والې ډلې د حملې ‌‌ذمه واري په غاړه اخیستي ده.

ډان ورځپاڼه وايي بي اېل ای په دوه زره اتلسم کې په کراچۍ کې د چین په کونسلخانې د حملې ‌‌‌ذمه واري هم منلې وه او رپورټ وايي د سند رینجرز ځواکونو مشر ویلي په سټاک اېکسچینح حمله د چين په کونسلخانه د حملې سره مماثلت لري. ډان د حملې په اړه په خپله اداریه کې وايي د اوږدې مودې د خاموشۍ وروسته ترهګرۍ په پوره شدت خپل سر بیا راپورته کړو.