شاته

افغانستان کې د کم عمره انجونو د ودونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د کم عمره انجونو پر ودولو اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې دا دود لا هم د یوې بشري سرغړونې په توګه پر خپل ځای پاتې دی.

دغه سازمان نن سې شنبه جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) د «د ۲۰۲۰ کال د نړۍ د نفوسو د احوال» په اړه راپور کې ویلي چې د یادو ستونزو له امله نه یوازې دا چې بشري حقونه نقض شوي بلکې د انجونو د ښوونې او روزنې مخه یې هم نیولې ده.

ملګرو ملتونو که څه هم په افغانستان کې د کم عمره انجونو د ودونو د مخنیوي عملي پلان یو اساسي پرمختګ بللی، خو د یاد پروګرام عملي کول یې یو ستونزمن کار بللی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د کم عمره انجونو د ودونو د مخنیوي لپاره باید د حکومت ترڅنګ، مدني فعالان، دیني عالمان او نړیوال همکاران هم مرسته وکړي.

راپور وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي، فقر او ځانګړو دودونو د زیاتوالې له امله د نجونو ژوند له ګواښ سره مخ شوی چې په وینا یې په ځانګړي ډول په لیري پرتو سیمو کې موجوده ګواښونو روغتیايي اسانتیاو ته د انجونو لاس رسی له خنډونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو صندوق وايي چې هر کال په نړۍ کې په میلیونونه انجونې له همدې امله د عاطفي او فزیکي زیانونو سره مخ کیږي.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اجرائیه رئیسې ډاکتر ناتالیا کانم له قوله ویل شوي:"د انجونو پر وړاندې ناوړه کړنې د ژور او تلپاتې زیانونو لامل کیږي، او بشپړه ظرفیته له رسېدو حق، له هغوی څخه اخلي."

راپور وايي که چیري په دې برخه کې اقدام ونشي، د انجونو پر وړاندې د زیان رسوونکو کړونو کچه به لوړه شي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ټینګار کړی دی که چیري دکرونا ویروس کړکېچ دوام پیداکړي او د نورو شپږو میاشتو لپاره د خدماتو وړاندې کول ودریږي، د نړۍ په کچه ۱۳ میلیونه اجونې به په زور سره واده کولو ته مجبوري شي.