شاته

هلمند کې د نوو مېوو د ونو ازمایښت ښه نتیجه ورکړې ـ کرنې وزارت

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د هلمند ولایت په څېړنیز فارم کې د یو شمېر نویو مېوو او نباتاتو ونې کرل شوي چې ښه پایله یې ورکړې ده.

د دغه وزارت په مطبوعاتي اعلامیې کې چې نن سه شنبه (چنګاښ۱۰/جون۳۰) خپره شوې راغلي چې املوک، کېلې او د سټروس کورنۍ پنځه ډوله مېوې لکه مالټې، نارنج او لېمو هم پکې شاملې دي.

دا لومړی ځل دی چې هلمند کې دغه ډول مېوې په رسمي ډول ازمایل کیږي.
دا لومړی ځل دی چې هلمند کې دغه ډول مېوې په رسمي ډول ازمایل کیږي.

په اعلامیې کې د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمي الکو له قوله راغلي چې یو کال مخکې یې د ننګرهار ولایت نه اصلاح شوي نیالګي هلمند ته راوړي او د دغه ولایت د بولان په څېړنیز او انار باغ قوریه کې کرل شوي‌دي: "دغه اقدام مو هلمند کې د کوکنارو کرکېلې مخنیوي او د ښه بدیل پیدا کولو لپاره کړی."

ښاغلي الکو ویلي چې د دوی څېړنو پر بنسټ د یادو نویو ونو په تېر یوه کال کې ښه نتیجه ورکړې ده خو لا تر اوسه د دوی څېړنې بشپړې شوي نه دي.

دا لومړی ځل دی چې هلمند کې دغه ډول مېوې په رسمي ډول ازمایل کیږي.

هلمند ولایت د افغانستان یو د تر ټولو لویو ولایتونو څخه دی چې ګرمه هوا، پراخ ډاګونه او پرېمانه اوبه لري.

د کرنېز اړخه د کرکېلې لپاره ښه وړتیا لري. هندواڼې، خټکي، غنم، جوار او مالوچ د دغه ولایت لوی کرنیز تولیدات دي.