شاته

افغانستان کې۱۴۰۰روغتیايي پرسونل په کرونا ناروغۍ اخته شوي ـ عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر جواد عمثاني وايي، تر دا مهاله په ټول هیواد کې ۱۴۰۰ روغتیايي کار کوونکي په کروناویروس اخته شوي دي.

ښاغلي عثماني نن سې شنبه جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یادو کسانو له ډلې څخه تر دا مهاله ۱۵ تنه مړه شوي او یو شمېر نور بیرته جوړ شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې په وروستیو اونیو کې د اکسیجن د خلاصېدو ستونزه هم هواره شوې ده.

د روغتیا سرپرست وزیر وویل چې روغتیا وزارت په پلان کې لري چې له چین هیواد څخه د اکسیجن د تولید ۵۰۰ ډبې رانیسي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د نوو پېښو ثبتېدل.

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۷۹ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جون۳۰ (چنګاښ۱۰) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۷۶۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۷۹ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۱۵۱۷ ته لوړ شو چې تر ټولو زیاتې په کابل او هرات ولایتونو کې دي.

له یادو پېښو څخه ۴۱کابل، ۳۸ په هرات، ۴ کندهار، ۱۱ بلخ، ۱۸ پکتیا، ۲ ننګرهار، ۷ تخار، ۳۵ بامیان، ۱۳ بادغیس،۶ لوګر، ۱۱کندز، ۱ پروان، ۲ میدان وردګ، ۳ بدخشان، ۲ کونړ، ۲ هلمند، ۷ کاپیسا، ۳ پنجشیر، ۶۸غور، ۳ زابل او ۳ هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په اوو ولایتونو کابل، هرات، کندهار بلخ، پکتیا، تخار او غور کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي هم دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۷۴۵ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په شپږو نورو ولایتونو کې بیا ۱۹۷ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۴۰۳۶ تنو ته ورسېد.

په کرونا ویروس د رسنیو د کار کوونکو اخته کیدل.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا «نی» وايي د دوی د معلوماتو په اساس تر دامهاله ۹۵۳ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د نی ادارې مشر مجیب خلوتګر نن سې شنبه جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر دامهاله د کرونا ویروس له امله د رسنیو شپږ کار کوونکي مړه شوي هم دي.

هغه وویل چې په کرونا ویروس د افغان خبریالانو د اخته کېدو پېښې تر ډېره په کابل، پروان، پنجشیر، میدان ودرګ او لوګر ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې چې تیره اونۍ د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون خبریال نوید عظیمي د کرونا ویروس له امله مړ شو.

ښاغلی خلوتګر وویل چې کېدایشی په افغانستان کې په کرونا ویروس د رسنیو د کار کوونکو د اخته کېدو پېښې نورې هم لوړې شي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین هوبي ایالایت په ووهان ښار کې پيدا شو چې وروسته په ډيري چټکۍ سره نړۍ کې خپور شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن سې شنبې تر غمې جون۳۰ (چنګاښ۱۰ ) په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۵۰۵۵۱۷ تنه مړه شوي او څه باندې لس میلیونه نور په اخته شوي دي.