شاته

پکتیا کې د دوو قومونو ترمنځ نښته کې ۷ تنه وژل شوي

د پکتيا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ په وسله واله شخړه کې دواړو غاړو ته لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

د ډنډ پټان ولسوال عيد محمد احمدزي نن سې شنبه جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) امريکاغږ ته وويل چې دغه جګړه پرون د دغې ولسوالۍ د ”سربدالي‟ په سيمه کې د منګلو او خروټو د قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر شوې ده.

هغه وويل چې په جګړه کې د منګلو له قوم څخه څلور او د خروټو له قوم نه درې کسان وژل شوي خو زياته يې کړه چې جګړه درېدلې او وضعيت کنټرول شوی دی.

په همدې حال کې د ”نورالله په مستعار نوم‟ د سيمې يوه اوسېدونکي امريکاغږ ته وويل، دغې نښتې چې څو ساعته يې دوام وکړ، دواړو غاړو پر يوه او بل ښې درنې او سپکې وسلې وکارولې.

ځايي حکومتي چارواکي وايي چې د ځمکې او غره پر سر ياده لانجه څو ځله حل شوې هم وه، خو ادعا لري چې په سيمه کې د وسله والو طالبانو په لمسون دواړه قومونه بيا جګړې ته هڅول شوي دي.

طالبانو د پکتيا د ډنډي پټان ولسوالۍ د يادو قومونو ترمنځ په پرونۍ جګړه کې د ښکېلتيا او يا لمسون په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې د ځينو نورو قومونو ترمنځ په لانجونو کې لاس لرل رد کړي وو.