شاته

د کروناویروس په دور کې هوايي پروازونه څومره خطرناک دي؟

سره له دې چې په الوتکو کې سفر په کروناویروس د اخته کېدو چانس زیاتوي، خو هوايي شرکتونو ځینې احتياطي ګامونه په پام کې نیولي دي چې مسافران یې باید عملي کړي.

په داسې حال کې چې د قرنطین بندیزونه ورو ورو کمیږي، هوايي شرکتونه هم بېرته پروزاونه پیلوي.

په الوتکې کې په سفر کولو کې په هوايي ډګر کې تګ راتګ، په دخولي او خروجي لاینونو کې درېدل او د الوتکې په منځ کې د ساعتونو ساعتونو لپاره د نورو خلکو تر څنګ کیناستل شامل دي چې په کروناویرس د اخته کېدو خطر زیاتوي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز وايي چې د الوتکې په منځ کې د هوا د تغیر او تبدیل بڼې ته په کتو ډېر ویروس نه خپریږي. هوايي شرکتونه هم وايي چې د الوتکې هغه برخې په میکروب وژونکو مایعاتو وینځي چې مسافر ورسره ډېر تماس لري.

د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځینو هوايي شرکتونو لکه الاسکا، دیلتا، جټ بلو اوساوت ویست په خپلو الوتکو کې د منځ د قطار څوکۍ بندې کړي او یا محدودې کړي دي. خو بیا هم په الوتکه کې له یو بل څخه شپږ فوټه فاصله ساتل نا ممکن دي.

ځینو نورو هوايي شرکتونو لکه امریکن، یونایتډ او سپیریت هېڅ څوکۍ نه دي بندې کړي او د پخوا په څېر دي.

د امریکا ټول هوايي شرکتونه مسافرو ته کلکه سپارښتنه کوي چې ماسکونه وتړي. ډاکټران وايي د ماسک تړل د ویروس د خپرېدو خطر کموي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز له ټولو خلکو غواړي چې د هوايي او ځمکنیو سفرونو پر مهال دې لاسونه ووینځي، ماسکونه وتړي او د یو بل ترمنځ دې فاصلې وساتي.

یو شمېر هوايي شرکتونو اعلان کړی چې الوتکو ته تر ختلو مخکې به له مسافرو دا پوښتنه خامخا کوي چې په کرونا ویروس خو اخته نه دي او یا په تېرو دوو اونیو کې یې خو په کرونا ویروس له کوم اخته کس سره تماس نه دی نیولی.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې پرې څه باندې ۱۰میلیون خلک اخته دي‌ او څه باندې ۵۰۰زره نور مړه شوي دي.