شاته

چین د هانګ کانګ لپاره د امنیت قانون تصویب کړ

چین د هانګ کانګ لپاره د ملي امنیت جنجالي قانون تصویب کړ، هغه قانون چې د امریکا د متحده ایالاتو او د دموکراسۍ د ملاتړو فعالینو په باور د هانګ کانګ د خودمختارۍ حق له پخوا څخه زیات محدودوي.

دغه نوی قانون چې نن سه شنبه د جون ۳۰ (چنګاښ ۱۰) په بیجینګ کې تصویب شو، په هانګ کانګ کې د ملي امنیت د دفتر د جوړیدو غوښتنه کوي چې هدف یې د حکومت د واکمنۍ د پرځولو، ترهګرۍ او جلا غوښتنې پر وړاندې مقابله او د بهرنیو ځواکونو سره تعامل په ګوته شوی دی.

چین تر اوسه ددغه قانون بشپړ جزییات ندي خپاره کړي.

ددې قانون له مخې د چین جمهور رئیس شي جینپنګ پر هانګ کانګ باندې زیات کنترول ترلاسه کوي.

دموکراسي بلوه فعالینو ددې قانون پرضد پراخې مظاهرې کړي او هانګ کانګ ته د زیاتې آزادۍ غوښتنه کوي.

چین همداشان د هانګ کانګ د مجرمینو د استولو په هکله د یوې بلې جنجالي لایحې د تصویبولو غوښتنه کړې وه چې د پراخو او کله هم له تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو په نتیجه کې له تصویب کیدو پاته شوه.

د نوي قانون پر بنسټ بیجینګ کولای شۍ د هانګ کانګ مقننه قوه له پامه وغورځوي او ددې ښار لپاره پخپله قانون وضع کړي.

بریتانیا په ۱۹۹۷ کې هانګ کانګ بیرته چین ته وسپاره، خو هانګ کانګ د یو نیمه خپلواکه سیمې په توګه خپلي حکومتوالۍ ته دوام ورکړ.