شاته

د کجکي د برېښنا مزي میاشت کې ۲۰۰ ځله شلېږي، جګړه ده که لین بې‌کیفیته دی؟

پر لښکرګاه او کندهار ښارونو د کجکي د برېښنا د بندېدلو ۱۰ ورځې پوره شوي، خو د چارواکو او طالبانو ترمنځ د کشمکشونو لوی زیان عامو خلکو ته رسېږي.

د لښکرګاه اوسېدونکي، دکانداران هغه کسان چې د برېښنا په واسطه د خرادۍ او ولډېنګ کارونه کوي برېښنا غواړي، خو ویل کېږي د ۴۲ میلیونه امریکايي دالرو په ارزښت د لین تازه جوړه شوې لیني شبکه بې‌کیفیته ده.

د لښکرګاه اوسېدونکی وکیل عبدالله جان وايي: "د لښکرګاه خلک لکه په تبخي کې چې وي. سړکونه پاخه دي. دېوالونه تاوده وي. عام خلک ډېر په تکلیف دي. خلک د سولر او بیا ورسره د بطرۍ او کولر وس نه‌لري. که برق وي خلک ورسره هوسا کېږي."

بل اوسېدوکی سلطان زیاتوي: "د برق نشتوالي سخت په تکلیف کړي یو. زموږ ډېره ستونزه د اوبو سره ده. ولډېنګ او سیخکاري درته یادوم. یوه زانګو مې جوړوله یو سیخ په ۱۰ افغانۍ و اوس‌يې په ۲۵ افغانۍ راکوي. دا ټول د برق د نشتوالي څخه دغه ګراني راغلې ده."

د برښنا پر وېش او کیفیت هر کال د برښنا شرکت او طالبانو ترمنځ ستونزې لښکرګاه او کندهار ښارونو ته د برق د لېږد بهیر په ورځو ورځو ځنډوي. دا ځل رامنځته شوی هغه جنجال هم دقیق معلوم نه‌دی چې له امله‌يې د کجکي برېښنا بنده شوې ده، خو د برق رئیس انجنیر وحیدالله علیزی وايي لین د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې شلېدلی دی.

د کجکي بند
د کجکي بند

دی وايي: "تر ساروان کلا لوړ که چېرې لین وشلېږي زموږ کارکوونکي کولای شي بې له خنډ او مشکل څخه لین ژر جوړ کړي. همدا ډول د لښکرګاه د دوراهي او ښار پورې موږ کولای شو لین په څو ساعتونو کې وتړو، خو د سنګین او لښکرګاه دوه لاري پورې ناامني ده. د لویې لارې پر دواړو غاړو پوستې دي. لین هم د پوستو په بغل کې تېر شوی دی او کله چې جنګ کېږي لین شلېږي او بېرته تړل‌يې اسانه کار نه‌دی."

ښاغلي علیزي ازادي راډیو ته وویل د کجکي څخه لښکرګاه او کندهار ښارونو ته د لېږدوونکې برېښنا لین په هره میاشت کې په اوسط ډول ۲۰۰ واره شلېږي چې بېرته د دوی د کارکوونکو له‌خوا تړل کېږي.

د کجکي څخه د برښنا د لېږد نوې شبکې ته ۴۲ میلیونه ډالره د امریکا د پوځ له‌خوا ورکول شوي دي. د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري وايي که څه هم دغه شبکه د اوبو او برېښنا وزارت او برېښنا شرکت ته تسلیم شوې ده، خو دوی يې د ناسم کیفیت له امله اعتراض لري.

ارشیف، د برق لین
ارشیف، د برق لین

صفاري وویل د کجکي نه لښکرګاه او کندهار ته د لین نوې شبکه د برېښنا د لېږد توان نه‌لري او ویلي یا ذوب کېږي چې له امله‌يې پر دواړو ښارونو برېښنا قطعه کېږي.

هغه زیاته کړه: "دغه لین او قرارداد ټول امریکايي مرین ځواکونو په خپل سر کړی و. موږ يې هېڅ په جریان کې نه‌یو اچولي. لین‌يې راوړی و او په خپل سر يې د دوی په اختیار کې ورکړی و. ورته ویلي و که يې استفاده کوئ ښه کنه موږ ستاسو مشورې ته اړتیا نه‌لرو. زموږ معلومات خو دا دي چې کیفیت نه‌لري دا لین میاشتې مخکي موږ وکتی. تجربه مو کړ. کیفیت‌يې نه‌درلود. بله خبره دا ده چې یاد لین دلته خریداري شوی هم نه‌دی."

د کجکي څخه د برښنا د لېږد لین د کیفیت په اړه اعتراضونه او نیوکې په داسې حال کې مخ په ډېرېدو دي چې د بند پر دوهم فاز او د برېښنا د تولید پر دوهمه فابریکه کارونه روان دي.

د هلمند د برېښنا رئیس انجنیر وحیدالله علیزي د ولایت د مرستیال مجاهدالله صفاري خبره نه‌مني. ښاغلي علیزي ازادي راډیو ته وویل لین د ناسم کیفیت په خاطر نه، د جګړو له امله په مرمیو شلېږي.

هغه زیاته کړه: "د لین سم او نا سم کیفیت هېڅ چا ته نه‌دی معلوم. موږ مسلکي خلک یو دا برېښنا په‌کې انتقالوو هېڅ ستونزه نه‌لري. موږ ته خو يې هېڅ مشکل نه‌دی معلوم شوی. د لښکرګاه د دوراهي څخه تر ښاره پورې داسې لین شته چې یوازې فولاد يي ټوله برښنا انتقالوي، نو چې المونیم ورسره وي ۱۲۰ او ۱۳۰ میلي لین وي بیا خو برېښنا ښه انتقالوي. اکثره لین په جنګي سیمو کي شلېږي."

هڅه مو وکړه چي د کجکي څخه لښکرګاه او کندهار ښارونو ته د برېښنا د لېږد د شبکې د کیفیت په اړه د امریکا د پوځ له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شوو.

د کجکي د برېښنا د فابریکې څخه ۵۲ مېګا واټه برق د کجکي، سنګین او موسی کلا ولسوالیو په شمول لښکرګاه او کندهار ښارونو ته ورکول کېږي چې د برېښنا د ریاست د معلوماتو له مخې ټول عواید يې په خپلو سیمو کې طالبان ټولوي.