شاته

امریکا:‌ کرونا ناروغۍ کې کاریدونکې رېم ډیسې ویر دوا نرخ ۲۳۴۰ ډالره ټاکل شوی

د امریکا د دوایانو جوړولو یوې کمپنۍ ګېلیاډ سائنسز د امریکا او نورو پرمخ تللو هېوادونو لپاره کرونا واېرس کې د استعمالېدونکې دوایې رېم ډيسې ویر د یوې شیشې نرخ ۳۹۰ډالره او د پنځو ورځو علاج لپاره د ۲۳۴۰ ډالرو بېیه اعلان کړی.

د رېم ډېسي ویر دوایې جوړولو کمپنۍ ویلي د انشورنس کمپنو ته به یو بوتل دوايي په ۵۲۰ ډالره ورکوي او دغه شان به د یو ناروغه تن لپاره په شپږو شیشو مشتمل یو کورس په ۳۱۲۰ ډالره ورکوي.

دا نرخ د امریکا د حکومت د دوایانو د بېعو د تحقیق د ډلې لخوا د تجویز کړی شوي نرخ نه کم دی، کوم چې ۵۰۸۰ډالره وو.

ګېلیاډ کمپنۍ د پاکستان او هندوستان په شمول د ۱۲۷ ېېوادونو ته د ریم ډېسي ویر دوایې جوړولو او سپلایې لپاره د کېپلا لمېټېډ او هېتیرو لېبز لمټېډ کمپنو سره معاهدې شوي دي.

د دوایانو جوړولو کمپني کېپلا به دغه دوايي د هندوستان لپاره په ۶۶ ډالره او هېتیرو کمپني به د پاکستان لپاره په ۷۵ ډالره جوړوي.

تېره اوونۍ د ګېلیاډ کمپنۍ او د امریکا د حکومت د انساني خدماتو او صحت ادارې ترمنځه تر ستمبر میاشت پورې هسپتالونو ته د دوایانو ورکولو یوه لوظنامه هم شوې ده.

د ګل/ دوشنبې په ورځ د صحت ادارې ویلي، تر ستمبر میاشتې پورې به امریکايي روغتونو ته د ناروغانو د درملنې لپاره پنځه لکه کورسونه ورکړل کېږي.

د دغه لوظنامې ترمخه به تر جولايي میاشتې پورې ۹۴۲۰۰،‌ او پاتې به د اګست او ستمبر په میاشت کې ورکړی کېږي. ددې ترڅنګ د طبي ازموینې لپاره به هم دوایانې ورکړلکېږي.‌

د تېرې مۍ په میاشت کې د امریکا د خوراک او دوایانو د انتظام ادارې لخوا ریم ډېسي ویر دوايي د اېمرجنسي لپاره د کرونا ناروغانو ته ورکولو په سر تود بحث هم راپاریدلی وو.‌

د صحت کارپوهانو ویلي وو چې ګېلیاډ کمپنۍ له د کرونا له وجې پېدا شوي د صحت بحران کې د پېسو ګټلو نه ډډه کول پکار دي. د وال سټریټ څېړونکي وايي،‌ که د کرونا وبا روانه وي نو د اېنټي واېرس دوایانې به راتلونکو څو کالو کې په اربونو ډالره وګټي.‌

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي