شاته

پاکستان کې کرونا وايرس نور 118 کسان مړه کړي، د 2689 روغتيايي حالت خطرناک

کرونا وايرس په پاکستان کې نور 118 کسان مړه کړي چې ورسره په ملک کې په دې وايرس د مړو شمېره 4304 ته ورسېده، خو د دې ترڅنګ د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته 2689 کسانو روغتیايي حالت مرګونی دی.

په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې په نورو 2846 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي، په ملک کې تراوسه پورې په دوه لکه6148 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

سرکاري شمېرې وايي په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس 20زره930 معاينې شوي دي.

ويل شوي تراوسه پورې د دې وايرس نه 98زره503 کسان ښه شوي هم دي.

د پاکستان سند صوبه بيا هم په سر کې ده چرته چې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې رپوټ شوي خو د دې وايرس څخه بيا زيات مړي په پنجاب صوبه کې شوي دي.

په پنجاب صوبه کې تراوسه پورې 1727 کسان د دې وايرس څخه مړه شوي او په 75زره501 کسانو کې دا دې وايرس پخلی شوی او 27زره 147 ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې په 81زره985 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او 1343 ترې مړه شوي خو دلته بيا په دې وايرس اخته شوي ډېر کسان ښه شوي هم دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په سند صوبه کې 45زره616 کسان د کرونا څخه روغ شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ياد وايرس څخه 935 کسان مړه شوي، په 26زره115 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او 12زره626 ترې ښه شوي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا څخه 128، په بلوچستان کې 119، په ازادکشمیر 28 او په ګلګت کې 24 کسان د دې وايرس نه مړه شوي دی.