شاته

قومي اسمبلۍ د خسارې او په دفاعي اخراجاتو کې د اضافې بجټ منظور کړو

قامي اسمبلۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ د مالي کال 2020-2021 دپاره د پاکستان نوی بجټ د رایو په اکثریت منظور کړو. د خسارې په بجټ کې د پوځي اخاراجاتو دپاره پېسو کې د 11 فیصد نه زیاته اضافه شوي ده خو مطبوعات وايي‌ د تعلیم او صحت دپاره مالي وسایل نه دي زیات کړی شوي او حکومت په بجټ کې د ترمیم دپاره د حزب اختلاف تجویزونه ردکړل.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د حزب اختلاف ګمان و چې د واک من تحریک انصاف حکومت نه د اتحادي پارټیو د وتلو وروسته به حکومت د بجټ په منظورولو کې د مشکلاتو سره مخامخ شي خو د اختلاف ګوندونو د بجټ په مخالفت کې مقرره رای برابر نکړی شوې.

د کال 2020-21 لپاره په ټاکلي 7.13 کربه روپیو بجټ کې د تعلیم او روغتیا لپاره پیسې نه دي زیاتې کړې، خو دفاعي بجټ یې زیات کړی او یواځې 1290 اربه روپۍ یې د دفاعي او امنیتي چارو لپاره ځانګړې کړې دي. د جون په ۱۲ نېټه قومي اسمبلۍ ته د بجت پېښ کوولو په وخت د صنعتونو مرکزي وزیر حماد اظهر وویل چې په بجټ کې دفاع او د هېواد داخلي امنیت ته زیاته پاملرنه شوي ده.

د بجټ په اړه د پاکستان ډان ورځپاڼې پخپل خبر کې لیکلي وو چې پوځ تېر کال په هېواد کې د اقتصادي ستونځو له کبله په خپل بجټ کې مهم زیاتوالی له پامه غورځولی و او یواځې 4.74 فیصده زیاتوالی یې منلی وو، خو وایي د کال په پای کې یې د خپل بجټ لپاره د ځانګړې شوې برخې فیصدي 6.33 ته لوړه کړې وه.

د دفاع لپاره د راتلونکي کال په بجټ کې ځانګړې شوې پیسې د تېر مالي کال تر بجټ 11.8 فیصده زیاتې دي، تېر کال ورته 1150 اربه روپۍ ځانګړې شوې وې، خو په قومي اسمبلۍ کې د وړاندې شوي شمېر له مخې په دفاعي برخه کې 1230 اربه روپۍ لګېدلې وې.

د دفاعي چارو لپاره ټاکل شوې پیسې د راتلونکي مالي کال لپاره د پلان شوې ټولې خرڅې یا لګښت 17.68 فیصده برخه جوړوي، چې 7,294.9 اربه روپۍ دي، خو تېر کال دا برخه 14 فیصده وه او داسې ښکاري دا اوس یوه عادي خبره ګرځېدلې چې د دفاعي بجټ باید هر کال تر خپلې اصل اندازې زیات وي.

د قواعدو ترمخه د قامي اسمبلۍ نه د منظوریدو وروسته بجټ د پارلېمنټ ایوان بالا یا سېنټ ته وړاندې کېږي او د سنیټ د منظورۍ وروسته صدر ته بجټ ولیږل شي او هغه یې د قانون په توګه لاس لیک کړي.