شاته

هندوستان د ټک ټاک په شمول په ۵۹ چینايي موباېل اېپلیکېشنو بندیز لګولی

د چین سره د لداخ په سیمه کې د تاو تریخوالي وروسته د هندوستان حکومت د ګل په ورځ د امنیتي اندېښنو له سببه د ټک ټاک په شمول په ۵۹ چېنايي موباېل اېپلیکېشنو بندیز لګولی.

د هندوستان د الېکټرانکس او ايي ټي د وزارت د بیان تر مخه ٫٫ دښکاره معلوماتو په اساس دا فیصله شوې چې دغه ۵۹ اېپلیکېشنه وتړل شي. دغه موباېل اېپونه په داسې فعالیتونو کې اخته دي چې د هندوستان دفاع، امنیت او بشپړتیا لپاره تعصب لري.٬٬

ټک ټاک د چین باېټ ډانس کمپنۍ مشهور موباېل اېپلیکېشن دی چې په ګرده نړۍ کې یې ډیر زیات خلک کاروي او هندوستان یې تر ټولو لوې مارکیټ یا تر ټولو زیات کارونکي لري.‌

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه بندیز به څنګه عملي کیږي او ایا موباېل کمپنیانې به هم دغه فیصله عملي‌ کوي او کنه. خو د ټېک کرنچ وېب پاڼې تر مخه د ګل د شپې ناوخته پورې لا ټک ټاک اېپ په هندوستان کې په ګوګل او اېپل اېپ سټورونو یا د موباېل اېپونو اخستلو کمپنیو په انلاېن سټورونو کې موجود وو.‌

د دهلي لخوا په ټک ټاک او نورو چینايي موباېل اېپونو دغه بندیز په داسې وخت اعلان شوی چې د چین او هندوستان اړیکو کې تاوتریخوالی زیات شوی.

څو اونې وړاندې د دواړه هیوادونو د پوځیانو تر منځه په لداخ کې شوې نښته کې تر ۲۰ هندي عسکر وژل شوي وو. د چین حکومت په دغه نښته کې د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه هیڅ نه دي ویلي.