شاته

کریم صادق له نړیوالو سیالیو د لاس په سر کېدو اعلان کړی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي کریم صادق له نړیوالو سیالیو د لاس په سر کېدو اعلان کړی دی.

کریم صادق په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې سره یوځای شو.

تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د ملي لوبډلې په بریاوو کې مرکزي رول لوبولی د پیلیز بېټنګ ترڅنګ‌یې په وېکټ ساتنه او پارټ ټایم بالنګ کې هم ښې لاسته راوړنې درلودې.

د لوبو له میدانه دا اوونیزه خپرونه چې اکرام‌الله اکرام جوړه کړې ده تر ډېره د ښاغلي صادق لوبیز ژوند ته ځانګړې شوې ده.

له کریم صادق سره خبرې او د ده په اړه د لوبغاړو او مینه‌والو نظرونه په همدې خپرونه کې خپرېږي.

دا خپرونه په لاندې لېنک کې اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:20 0:00
مستقیم لېنک