شاته

څوارلس افغانان په ایران کې د موټر په ټکر کې وژل شوي

د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس اسنا په یو راپور کې ویل شوي چې ټکر د ایران په جنوب ختیځه برخه کې شوي او وژل شوي ټول غیرې قانوني افغان مهاجر و. په پیښه کې يوولس تنه ژوبل شوي هم دي.

د اسنا په راپور کې د ټکر علت ندی معلوم شوي خو دومره پکې ویل شوي چې ټکر د دوه "پیک اپ" ډوله موټرو تر منځ شویدی.

پیښه د ایران په هغه برخه کې شویده چې وخت ناوخته پکې د قاچاقبرانو، جنایي ډلو، بدمعاشانو، د القاعده د شبکې پورې تړلو یاغیانو او سرحدي پولیسو تر منځ جګړې هم کیږي.

په ایران کې هر کال شاوخوا اولس زره خلک د موټرو په ټکر کې وژل کیږي. اکثره ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې غورۍ له وجې کیږي. نورې پیښې بیا پدې خاطر کیږي چې موټر زاړه وي او پخپل وخت عاجلې مرستې هم خلکو ته نه رسیږي.