شاته

د سلطان‌پور لرغونې سیمې

کله چې د جلال‎اباد ښار لویدیځ طرف ته ځو، د سره رود ولسوالۍ ته رسېږو، له شاوخوا ۱۰ کیلومتره مزله وروسته د سره رود ولسوالۍ د سلطانپور کلی راځي، د سړک کېڼ لوري ته په خامه سړک له لږ سفر وروسته یوه ډېره پخوانۍ او لویه ونه مخته راځي چې همدغلته د سلطانپور چینې هم موجودې دي.

د سلطانپور چینې د سکانو یو مذهبي او پاک ځای دی چې هرکال د ویساک مراسم په همدغه ځای کې لمانځي، داسې ویل کېږي چې شاوخوا ۳۱۸ کاله وړاندې د سکانو مشر ګروبابانانک په همدغې سیمې کې د څه وخت لپاره مېشت شوی و او یادې چینې یې په خپل لاس جوړې کړي دي.

لیکوال او څېړونکی ضیاءالرحمان حسرت وايي چې د سلطانپور چینې د اهل هنود یا سکانو لپاره مذهبي ارزښت لري او دوی هرکال په ډېر درنښت سره دلته مراسم لمانځي.

ښاغلی حسرت زیاتوي چې دغه چینې له ډېره پخوا راهیسې موجودې دي او د شاوخوا کورونو خلک چې ټول یې مسلمانان دي، د سکانو لپاره دغو چینو ته په ارزښت قایل دي او داسې چاره نه ترسره کوي چې له مخې یې سکان خفه شي.

نوموړی زیاتوي چې سکان خپل ځانګړي کتاب ته د درناوی په هدف موسیقي هم غږوي او نور ټول یې ورسره ترنم کوي چې بیا د سلطانپور تر چینو راځي.

د سره رود اوسیدونکی میرویس رحماني بیا وايي چې د دغو چینو سره نېږدې یوه لویه او پخوانۍ ونه هم موجوده ده چې هرکال د ویساک په مراسمو کې سکان همدلته راټولېږي.

د رحماني په خبره چې پخوا د ودونو په مراسمو کې هم سکان د سلطانپور چینو ته راتلل، خو اوس دا چاره ډېره کمه شوې ده.

دی وايي چې پخوا به چینو ته یو شمېر مسلمانان هم راتلل او میلې به یې کولې، خو اوس د میلو لپاره هم څوک نه راځي او ښايي لامل یې ناامني وي.

دوی له ناامنۍ هم شکایت کوي او وايي، که امنیت وای، نو دوی به خپل مراسم په ارامه زړه سره ترسره کولی، ځکه سلطانپور چینې له ښاره لرې دي او اوس دغه سیمه هم نا امنه شوې ده.

د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی رحیم الله هم له امنیته شکایت کوي او وايي چې پخوا به ګڼ سکان راتلل او ان ځینې به یې له هندوستانه هم راتلل.