شاته

ولسمشر غني له اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک کړه

افغان ولسمشر د حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه نن په ارګ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړه.

ددغو مراسمو په پیل کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویډيویي پیغام د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو، چې په کې ښاغلي حکمتیار د سولې د موافقې څلور سندونه لاسلیک کړل.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغو مراسمو ته په خپله وینا کې وویل، له اسلامي حزب سره د سولې موافقه له همدې شیبې د تطبیق وړ ده.

د ښاغلي غني پر وینا، د دغې موافقې اصلي هدف دا دی چې افغانستان له روان بحران څخه وایستل شي او ټینګار یې وکړ، چې د هغه او د ښاغلي حکمتیار ګډه وظیفه ده چې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او افغانان له اوسني ناورین څخه وباسي.

ولسمشر غني وویل " ټول افغانان په دې هیواد کې حق لري، داسې نتیجې ته نه رسیږو چې میم زرما ټوله زما، سوله قیمت لري او وړیا نه ترلاسه کیږي د سولې لپاره ان له خپل سر نه تیر یم".

د ولسمشر غني پر وینا له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې مهم ارزښت دا دی چې د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې له لاسلیک شوی او د دغې موافقې یوه ماده هم له اساسي قانون سره په ټکر کې نه ده.

ولسمشر غني وویل د دغې موافقې بله ځانګړتیا دا ده چې د بین‌الافغاني خبرو په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

افغان ولسمشر یو ځل بیا پر وسله‌والو ډلو د سولې غږ وکړ او وې ویل، اوس طالبان او نورو وسله‌والو مخالفو ډلو ته دا فرصت برابر شوی تر خپله لار معلومه کړي، چې د افغان ملت تر څنګ ودریږي او که د پردیو په لمسون په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي.

ولسمشر غني وویل "موږ له پاکستان نه سوله نه غواړو بلکې له پاکستان سره سوله غواړو، ځکه چې موږ کولی شو په خپل منځ کې سولې ته ورسیږو".

د ښاغلي غني پر وینا اوس افغانانو او ټولې نړۍ ته معلومه شوې چې څوک جګړه غواړي او څوک سوله. هغه وویل د ترهګرو ډلو او د هغوی د ملاتړو څیره به نړیوالو ته بربنډه کړو.