شاته

په واشنګټن ډي سي کې ستره مظاهره

ټاکل شوې چې نن شبنه د جون شپږمه (غبرګولي ۱۷)د امریکا د متحده ایالتونو په پلازمینه، واشنګټن ډي سي ښار کې د تور پوستي‌ امریکايي جورج فلویډ د وژل کیدو په ضد ستره مظاهره وشي.

د واشنګټن ډي سي پولیس وایي ښايي په مظاهره کې زرګونه کسان برخه واخلي او اټکل کیږي چې دا به د جورج فلویډ د مړینې غندلو په ضد د پیل شویو مظاهرو څخه تر ټولو لویه مظاهره وي.

جورج فلویډ څو ورځې مخکې د پولیسو په توقیف کې مړ شو، یو پولیس د هغه پر ستوني پښه اېښې وه او وروسته ډاکټرانو په روغتون کې د هغه د مړینې خبر خپور کړ.

دغې پېښې د امریکا په ډېرو ښارونو کې د نژادي تبعیض په ضد مظاهرې پارولي دي.

په همدې حال کې د واشنګټن ډي سي د ښاروال موریل باوزر د لارښوونې په اساس د ښار په یو لوی سړک کې لیکل شوي: "د تورپوستو ژوند ارزښت لري".

نوموړي‌ همدغه راز له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي‌ چې له خپل هغه دریځ څخه تېر شي چې غواړي د مظاهرو په کنترولولو کې له امنیتي ځواکونو څخه واخیستل شي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت وايي‌ هغو سرتېرو ته، چې واشنګټن ته استول شوي وو، سپارښتنه شوې ده چې بېرته خپلو مرکزونو ته ور وګرځي.

د شنبې د ورځې مظاهره داسې مهال کیږي چې په واشنګټن ډي سي او د امریکا په یو شمېر نورو ښارونو کې د شپې لخوا په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

د جورج فلوېډ وژل کیدو په ضد د امریکا اکثریت ښارونو کې مظاهرې روانې دي او ځینې مظاهرو کې تاوتریخوالی هم شوی دی.

په ځینو ښارونو کې مظاهره کوونکو د پولیسو یو شمېر مرکزونه هم سوځولي‌ او هټۍ یې لوټ کړي دي.

جورج فلوېډ د مۍ په ۲۵ د امریکا د مینيسوټا ایالت په مینیاپولس ښار کې د پولیسو په توقیف کې مړ شو، د هغه د مرګ د غندلو لپاره د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې هم زرګونوکسانو مظاهرې کړي دي.